ننګرهار پوهنتون کې د نورستان ولایت د ښوونکو او ملکي خدمتونو د ۵ او ۶ بستونو لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه

sakhizada_admin
Sun, Nov 22 2020 9:52 AM
image

 

د مسؤلینو په وینا، په نوموړې ازموینه کې (۱۱۳۴) تنو داوطلبانو ګډون درلود، چې له دې ډلې به (۳۴۳) تنه یادو بستونو ته استخدام شي.

په هغه پرانيستونکې غونډه کې، چې له همدې امله د شرعیاتو پوهنځي د امام ابو حنیفه (رح) د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنتون د مشرتابه او استاذانو سربېره په کې د مشرانو جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کمېسون غړي سناتور عبداللطیف نهضت یار، د نورستان لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال پوهنیار حبیب رحیم شینواري، د ننګرهار او نورستان ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مسؤلینو او د ازموينو ملي ادارې د راغلي پلاوي غړو برخه لرله.

غونډه د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل، چې د کانکور په نننۍ ازموينه کې ۱۱۳۴ تنه ګډونوال برخه لري، چې له دې ډلې به ۳۴۳ تنه د وړتیا او شایسته ګۍ د اصل له مخې یادو بستونو ته لار پیدا کړي.

ښاغلي هاشمي راغلي پلاوي او دغه راز د پوهنتون استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانکور ګډونوالو ځوانانو ته دې د ازموينې په اړه په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توګه واخيستل شي.

د مشرانو جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کمېسون غړي سناتور عبداللطیف نهضت یار، د ازموينې ملي ادارې د راغلي پلاوي مشر پوهندوی محمد عارف عرفان، د نورستان لوړو زده کړو موسسې علمي مرستیال پوهنیار حبیب رحیم شینواری او د یاد ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مشر عبدالواجد راسخ د غونډې نور ویناوال وو، چې د ازموینې په شفافې اخیستنې یې تاکید وکړ.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه، چې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د راغلو مېلمنو په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه لیدنه هم وکړه

Latest news

Mon, Aug 29 2022 9:27 AM
Background image

Acting Minister of Higher Education praised the presidents of Kabul Polytechnic and Nangarhar Universities.

 

Acting Minister of Higher Education Alhaji Maulvi Abdul Baqi Haqqani, President of Kabul Polytechnic University, President of Nangarhar University Dr. Khalil Ahmed Behsudwal, Prof.. . .
Tue, Jun 29 2021 7:44 AM
Background image

Nangarhar University signs MoU with Al Taqwa Institute of Higher Education.

 

 

According the officials, with accordance to the MoU, both the higher educational institutions would support each other in teaching, research, practicums, appointment of the. . .

Mon, Jun 28 2021 7:33 AM
Background image

Chancellor of Nangarhar University Professor Emeritus Dr. Khalil Ahmad Behsoodwal leads Academic Council.

 

 

Vice Chancellor for Academic Affairs Assistant Professor Dr. Mohammad Hamid Kadwal, Vice Chancellor for Administrative and Financial Affairs, Deans of faculties, Professors, the. . .

BACK TO NEWS