د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.
د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګلاره ورته تشریح شوه.
یاد سیمینار د کارکوونکو چارو آمر قاري جمیل محسن له خوا وړاندې شو، چې ګډونوالو ته یې د پوهنتون د اخلاقي تګلارې مفاهیمو، موخو، احکامو، اصطلاحاتو، د تطبیق ساحې، میکانیزم او مسؤلینو او همدارنګه د استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارکوونکو د اخلاقي اصولو او مکلفیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
په دې روزنیزه برنامه کې د غوره کارکوونکي د ځانګړتیاوو، اسلامي او اخلاقي ارزښتونو، له همکارانو، محصلینو او مراجعینو سره د نېک چلند، اداري شتمنیو او بیت المال د ساتنې اهمیت هم بیان شو.
سیمینار کې ټینګار وشو، چې د پوهنتون په اخلاقي تګلارې عمل کول د کارکوونکو د مسلکي پرمختګاو ارتقا لامل ګرځي او سرغړونه ترې د نافذو مقرراتو په چوکاټ کې د انضباطي او تأدیبي اقداماتو سبب کېږي؛ نو اړینه ده، چې ټول منسوبین په جدي توګه یاده تګلاره په خپلو ورځنیو او رسمي چارو کې عملي کړي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
