د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۹
انځور

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګلاره ورته تشریح شوه.

یاد سیمینار د کارکوونکو چارو آمر قاري جمیل محسن له خوا وړاندې شو، چې ګډونوالو ته یې د پوهنتون د اخلاقي تګلارې مفاهیمو، موخو، احکامو، اصطلاحاتو، د تطبیق ساحې، میکانیزم او مسؤلینو او همدارنګه د استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارکوونکو د اخلاقي اصولو او مکلفیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.

په دې روزنیزه برنامه کې د غوره کارکوونکي د ځانګړتیاوو، اسلامي او اخلاقي ارزښتونو، له همکارانو، محصلینو او مراجعینو سره د نېک چلند، اداري شتمنیو او بیت ‌المال د ساتنې اهمیت هم بیان شو.

سیمینار کې ټینګار وشو، چې د پوهنتون په اخلاقي تګلارې عمل کول د کارکوونکو د مسلکي پرمختګاو ارتقا لامل ګرځي او سرغړونه ترې د نافذو مقرراتو په چوکاټ کې د انضباطي او تأدیبي اقداماتو سبب کېږي؛ نو اړینه ده، چې ټول منسوبین په جدي توګه یاده تګلاره په خپلو ورځنیو او رسمي چارو کې عملي کړي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu