دستوماتولوژي پوهنځي د کادر بستونو اعلان!
![Picture](/sites/default/files/2024-01/annouce_0_1_1_3_2_1.jpg)
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام عمومي مدیریت خبرتیا ))
دننګرهار پوهنتون رياست اړوند د ستوماتولوژي پوهنځي په لاندې خالي بستونو کې د ازادې سيالۍ ازموينې له لارې په علمي کادر کې په شرايطو برابرو اشخاصو ته اړتيالري.
ټولو په شرايطو برابرو کانديدانو چې په ذکر شوي څانګو کې د دوکتورا، ماسټرۍ او يا لېسانس په سويه لوړې زده کړې يې ترسره کړې وي خپل غوښتنليکونه دې له خپلو تحصيلي اسنادو او تابعيت تذکرې سره يوځای دننګرهار پوهنتون دعلمي چارو معاونيت اړوند د استاذانو چارو آمريت وسپاري.
درنښت.
دننګرهار پوهنتون اداره