د انجینري پوهنځي علمي کادر بستونو اعلان

nu_admin
image

 

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:

image

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې دوکتورا، ماسترۍ او یا لیسانس په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د ۱۴۴۴/۲/۱۶مطابق ۱۴۰۱/۶/۲۱ نېټې څخه تر ۱۴۴۴/۲/۲۶ مطابق ۱۴۰۱/۶/۳۱ نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره