( PDC) د مسلکي زده کړو پرمختيايي مرکز

پوهنتون

علمي چارو معاونيت

د مسلکي زده کړو پرمختيايي مرکز) ( PDC

 

ننګرهار پوهنتون لنډه تاريخچهد 

ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په کچه له کابل پوهنتون وروسته د لوړو زده کړو تر ټولو لوی علمي او اکاډمیک مرکز دى، د بنسټ ډبره يې د اعلحضرت محمد ظاهر شاه د حکومت د پوهنې وزير ارواښاد علي احمد پوپل د (۱۳۴۲) لمریز کال د تلې په ۱۷مه د جلال اباد ښار په شيشم باغ کې کېښوده. پيل يې د طب له پوهنځي وشو، چې پنځو امريکايي او درېو افغان استادانو په کې (٤٨) تنو محصلانو ته تدريس کاوه. د وخت په تېرېدو په کې د انجنيري، کرنې، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، اقتصاد، شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو، وترنري علومو، ساينس، کمپيوټر ساينس، ژورنالېزم او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي ايجاد شول.

پېژندنه

د مسلکي زده کړو پرمختيايي مرکز (PDC) د ننګرهار پوهنتون د علمي معاونيت په چوکاټ کې په ۱۳۹۸هـ ش کال د لوړو زده کړو پرمختيايي پروګرام (HEDP) په مالي مرسته تاسيس او په فعاليت يې پيل کړی دی. د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون اهدافو ته په کتو خپل ليدلوری، ماموريت او موخې ټاکلې دي، چې د ترلاسه کولو لپاره يې پوره هڅه کوي.

ليدلوری (Vision)

د ننګرهار پوهنتون مسلکي زده کړو پرمختيايي مرکز به د استادانو، محصلانو او اداري پرسونل د علمي او مسلکي پرمختګ په برخه کې يو مخکښ مرکز وي.

ماموريت (Mission)

د استادانو، محصلانو او اداري پرسونل لپاره په علمي او مسلکي برخو کې د اړينو منابعو او ټرېنېنګونو له لارې د معياري مهارتونو، تجربو او میتودونو انتقالول.

تشکيل برخه

د مسلکي زده کړو پرمختيايي مرکز د لوړو زده کړو وزارت له خوا په تشکيل کې د آمر ترڅنګ يو تن معاون، دوه تنه مامورين او يو تن صفاکار لري. دمګړۍ یاد آمریت يو تن مامور او يو تن صفاکار په خدمتي ډول لري. د دې ستونزې د حل په موخه د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز هڅه کوي چې په ۱۴۰۱-۱۴۰۲ کال کې د یاد آمریت تشکيل بشپړ کړي او په ذکر شوو برخو کې بستونه ترلاسه کړي ترڅو په دايمي ډول خپل تشکيل ولري.

د ننګرهار پوهنتون استادانو، محصلانو او اداري کارمندانو ته د ورکشاپونو دايرول:

۱. د OBE – SCL ورکشاپ دايرول.

۲. د تحقيق په برخه کې ورکشاپ دايرول.

۳. تضمين کيفيت په برخه کې ورکشاپ دايرول.

۴. د ITC په برخه کې ورکشاپ دايرول.

۵. د Leadership په برخه کې ورکشاپ دايرول.

۶. د مسلکي مهارتونو په برخه کې ورکشاپ دايرول.

۷. د پوهنتون شموله کميټو په برخه کې د ورکشاپونو دايرول.

۸. د محصلانو ظرفيت لوړونې په برخه کې د ورکشاپونو دايرول.

خصوصي پوهنتونونو ته د مسلکي زده کړو سهولت برابرول

د مسلکي زده کړو پرمختيايي مرکز په پلان کې لري، چې ټولې هغه علمي برنامې چې ننګرهار پوهنتون ته یې برابروي، په عین وخت کې یې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو نورو موسسو ته هم مهيا کړي. په همدې اساس د ننګرهار ولايت له ټولو خصوصي پوهنتونونو څخه د هغوی د علمي برنامو پلان غوښتل کيږي او PDC ورته د هغوی د برنامو مطابق ورکشاپونه دايروي.

د مسلکي زده کړو پرمختيايي مرکز د دندو لایحه

  • د ننګرهار پوهنتون د علمي کادرونو، څېړونکو او محصلانو د تدريس، زده کړو او څېړنو د کيفيت لوړونې په برخه کې د روزنيزو ورکشاپونو، ټرېنېنګونو او سيمينارونو دايرول او په اړوندو برخو کې د مسؤلو ادارو توجه جلبول.
  • د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو علمي کادرونو، محصلانو او اداري کارکوونکو ته د غوره مديريت او رهبرۍ په برخه کې د روزنيزو ورکشاپونو، ټرېنېنګونو او سيمينارونو دايرول، ترڅو په اړوندو برخو کې د لازمو مهارتونو په سرته رسولو سره د خپلو ادارو د بهبود او پرمختګ سبب وګرځي.
  • د IT او کتابخانو د مسؤلينو لپاره د ورکشاپونو دايرول، ترڅو په الکترونيکي برخو، انلاين لايبريري او د کتابونو د منظم سيستم په رامنځته کولو سره د پوهنتون علمي کادرونو، محصلانو او محققينو ته د سهولتونو د رامنځته کولو سبب وګرځي.
  • په علمي او تخنيکي (IT) برخو کې د پوهنتون د علمي کادرونو، محصلانو، اداري کارکوونکو او محققينو  د ظرفيت لوړونې په موخه د روزنيزو ورکشاپونو، ټرېنېنګونو او سيمينارونو دايرول ترڅو په اړوندو برخو کې د لازمو مهارتونو په سرته رسولو سره د خپلو ادارو د بهبود او پرمختګ سبب وګرځي.
  • د تدريس د نوو ميتودونو په برخه کې د ورکشاپونو، ټرېنېنګونو او سيمينارونو دايرول، ترڅو د نوو ميتودونو څخه د استفادې په صورت کې د محصلانو د علمي کچې په لوړېدا کې موثر تمام شي.
  • د کيفيت د تضمین او ستراتېژيک پلان کميټو د ظرفيت لوړونې په موخه د ورکشاپونو، ټرېنېنګونو او سيمينارونو دايرول، چې د پوهنتون د علمي، فزيکي او بيارغونې برخو کې ډېر اغېزمن ثابتېدلی شي.
  • د Blended Learning او E-learning برخو کې د استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د ورکشاپونو او ټرېنېنګونو دايرول، ترڅو استادان عصري ټکنالوژۍ، انلاين لايبريرۍ او نورو اړوندو برخو  ته په اسانۍ سره لاسرسی ولري.
  • د تحقيق او څېړنو (ميتودولوژي، انالايزيز، ډيټا کولېکشن، نمونه ګيري او د ريسرچ ټايپونو) په اړه د محصلانو، څېړونکو او استادانو د علمي ظرفيت لوړونې په موخه د ورکشاپونو، سيمينارونو او روزنيزو برنامو تنظيمول.
  • د تاليف او ترجمې په برخه کې د با کيفيته او معياري ورکشاپونو او روزنيزو برنامو جوړول، ترڅو استادان او محصلان د سيمې په کچه با اعتباره نشراتو او علمي ماخذونو ته د لاسرسي په صورت کې په ملي ژبه اړوندو برخو کې معياري کتابونه د ټولنې په واک کې ورکړي.