ننګرهار پوهنتون کې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین پیل شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۸:۲۰
image

 

یاد کمپاین د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي له خوا د دې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې رسماً پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د کمپاین د پرانیستې پر مهال د پکتیکا او خوست ولایتونو په وروستۍ زلزله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د الله تعالی له درباره یې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او د غم ځپلو کورنیو پاتې غړو ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: ننګرهار پوهنتون په دې ستر غم او ماتم کې ځان شریک ګڼي او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د مرستې په موخه یې دغه کمپاین پیل کړی، چې ددې پوهنتون په ټولو پوهنځیو او اړوندو شعباتو کې به ترسره شي.

پوهاند بهسودوال زیاته کړه، چې د مرستې راټولولو کمپاین چارو د تنظیم په خاطر یې د حقوقو پوهنځي استاد پوهاند احمدګل واثق په مشرۍ یوه کمېټه ټاکلې، چې یاده مرسته به په شفافه توګه راټوله او تر زلزله ځپلو کورنیو ورسوي.

د پوهنتون رئیس د استادانو، محصلانو او ټولو منسوبینو غوښتنه وکړه، چې د خیر په دغه چاره کې یې ملاتړ وکړي او په خپلو مرستو د زلزله ځپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu