ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سيالۍ د ساینس پوهنځي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۸:۴۵
image

 

د کرکټ سياليو یاد ټورنمنټ یوه اوونۍ وړاندې د پوهنتونونو د تدریسي بهیر د پیلېدو په ویاړ د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د لوبډلو ترمنځ پیل شوی ؤ.

د ټورنمنټ پایلوبې ته د ساینس او طب پوهنځیو لوبډلو لار پیدا کړه، چې توپ وهنه د طب پوهنځي لوبډلې پیل کړه او خپلې سیالې ډلې ته یې د ۸۵ منډو هدف وټاکه، چې د ساینس لوبډلې نوموړی هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ۷ اورونو کې ترلاسه کړ او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د ساینس پوهنځي رئیس پوهنیار رفیع الله رفیع، د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ او د پوهنتون د یو شمېر استادانو له خوا ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته ډالۍ او کپونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu