ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د دوکتورا پروګرام دفاع غونډه جوړه شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۹ - ۹:۵۲
image

 

د بغلان پوهنتون استاد عبدالواحد لیاقت د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون دوکتورا پروګرام د دویمې دورې سکالر له خپل پایلیک څخه په بریالي ډول دفاع وکړه.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د امام ابوحنیفه (رح) د غونډو په تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د افغانستانو د دکتورانو ټولنې (ادا) رئیس پوهنوال دوکتور عبدالمتین شهیدي او د یادې ټولنې یو شمېر غړو، د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب او د یاد پوهنځي او د پوهنتون د ځینو نورو پوهنځیو استادانو، علماوو او پوهانو په کې برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ددې پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې څخه د PhD په سویه د علمي کادرونو فراغت د ننګرهار پوهنتون او ټول هېواد لپاره د ویاړ او افتخار ځای وباله او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره به د لوړو زده کړو وزارت په ملاتړ د یاد پروګرام او ورته نورو اکاډمیکو برنامو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

د غونډې په دویمه برخه کې ښاغلي عبدالواحد لیاقت د (اللقطة احکامها و تطبیقاتها المعاصره) تر سرلیک لاندې له خپل پایلیک دفاع وکړه او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې، چې د ژوري هیئت له خوا یې دفاع مثبته ارزیابي شوه.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې دکتورا پروګرام په ۱۳۹۳ لمریز کال کې رامنځته شوی، چې اوس مهال په کې ۱۰ تنه په زده کړو بوخت دي او ۱۹ تنه یې په دوه دورو کې له تدریسي پروسې فارغ کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS