د ننګرهار پوهنتون رئيس د کرنې پوهنځي د تحقيقي پروژو څخه ليدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۱۱:۴۴
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي او د پوهنتون یو شمېر نورو استادانو یې ملتیا کوله، د کرنې پوهنځي د استادانو له تحقيقي پروژو ليدنه وکړه.

د ليدنې پر مهال د کرنې پوهنځي رئيس پوهندوی دوکتور رشاد احمد شېرزاد د یاد پوهنځي د څېړنيزو پروژو په اړه، چې د رومیانو څخه د روب جوړولو، د انارو او انګورو څخه په بېلابېلو ترکیبونو د ګډ شربت جوړولو، د ګلپیانو او براکولي ناروغیو د کنترول په موخه د دودیزو او کېمیاوي لارو چارو پرتلنه او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه وې، د ننګرهار پوهنتون رئيس او ورسره پلاوي ته معلومات ورکړل.

د ننګرهار پوهنتون رئيس د يادو څېړنو په ترسراوي د خوښۍ څرګندونه وکړه او د کرنې پوهنځي له مسؤلینو او استادانو يې مننه وکړه، چې د تيورۍ ترڅنګ عملي چارو او څېړنو ته هم پاملرنه کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu