ننګرهار پوهنتون کې د ونو او بوټو د دوا پاشۍ کمپاین ترسره شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۷:۴۴
image

 

د ننګرهار پوهنتون د مرکزي کمپس یو شمېر ونې او بوټي، چې په دې وروستیو کې د ملي بک او میډز په حشراتو اخته او د وچېدو له ګواښ سره مخ وې، ددې پوهنتون د مشرتابه په لارښوونه او د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په تخنیکي مرسته دواپاشي شوې.

د دواپاشۍ بهیر د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي، د کرنې پوهنځي مرستیال پوهنیار احمدشاه قادري، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د نباتاتو د ساتنې آمر انجنیر شمس الرحمن شمس، د نباتي ناروغیو او آفاتو متخصص انجنیر محمد نظر او د ننګرهار پوهنتون د ساتنې او څارنې مدیریت مسؤلینو حضور درلود.

پوهنوال هاشمي د بوټو او شنې ساحې په روغتیايي او محیطي ګټو او همدارنګه د یاد کمپاین په اړتیا خبرې وکړې. نوموړي دغه راز د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له مشرتابه مننه وکړه، چې د دواپاشۍ بهیر په ترسراوي کې یې د پوهنتون له ادارې سره تخنیکي وسایلو مرسته وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu