د لغمان پوهنتون د اکاډمیک اعتبار اخیستنې په وياړ د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د مبارکۍ پيغام!

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۹:۱۳
iamge

 

خوښ یم، چې لغمان پوهنتون د تضمین کیفیت ملي پروسې په لومړي او دویم پړاو کې بریا خپله کړې او اکاډمیک اعتبار یې ترلاسه کړ. پوهنتونونه، چې د یوه هېواد او ټولنې د پرمختګ، ابادۍ او سوکالۍ لپاره وړ او په کار پوه مسلکي کادرونه روزي، هغه مهال دا چاره بریالۍ ترسره کولی شي، چې ټولې علمي او تدریسي چارې یې په اکاډمیکو نورمونو برابرې وي.

لغمان پوهنتون د افغانستان په ختیځ کې هغه روښانه نوم دی، چې د یوه ځوان او نوي رامنځته شوي علمي بنسټ په توګه یې په کم وخت کې خپل ځان ثابت کړ او د زیاتو پرمختګونو او لاسته راوړنو سربېره یې لا هم خپل علمي جدوجهد څپاند ساتلی او پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د یادې اکاډمیکې بریا له امله د لغمان پوهنتون درنې رهبرۍ، استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارکوونکو او د لغمان ولایت شریفو ولسونو ته مبارکي وايي او له دې لارې د خپلو اکاډمیکو مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکوي.

د لغمان پوهنتون د لا زیاتو علمي نوښتونو او پرمختګونو په هیله

درنښت

پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال

د ننګرهار پوهنتون رئیس

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu