ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون سره د یو عراده امبولانس مرسته وشوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۹:۳۵
iamge

 

په ټولو اړینو تجهیزاتو سمبال یاد امبولانس د PUAMI مرستندویه ادارې له خوا مرسته شوی، چې د غبرګولي په ۱۹مه د یادې ادارې د مشر ډاکټر خان محمد حبیب له خوا د درېو تنو مؤظفو نرسانو او درېو تنو چلوونکو سره یو ځای د پوهنتون د مشرتابه په حضور کې د تدریسي روغتون رئیس پوهندوی ډاکتر همایون چهاردیوال ته وسپارل شو.

په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د PUAMI مرستندویه ادارې مننه وکړه، چې له دې وړاندې یې هم د تدریسي روغتون د کوچنیانو، سترګې، نسايي ولادي او لابراتوار څانګو په رغونه او د اړینو روغتیايي تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې مرسته کړې او نن یې یو ځل بیا د یوه عراده امبولانس مرسته وکړه او شپږ تنه طبي او خدماتي پرسونل یې هم په دنده وګومارل.

پوهاند بهسودوال د تدریسي روغتون له مسؤلینو هم مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې دغه ډول مرستې جلبېږي او د روغتون په خدماتي او رغنیزه برخه کې مثبت تغیرات رامنځته شوي دي.

د تدریسي روغتون رئیس پوهندوی ډاکتر همایون چهاردیوال په یاده مرسته د خوښۍ څرګندونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ناروغانو د انتقال او عاجلو پېښو پر مهال به ترې ګټه واخلي.

نوموړي له تدریسي روغتون سره د PUAMI مرستندویه ادارې د تېرو مرستو یادونه وکړه، چې تل یې د دوی ملاتړ کړی او په راتلونکې کې یې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړې غونډه کې د پوهنتون، تدریسي روغتون او د PUAMI مرستندویه ادارې د مشرتابه او مسؤلینو سربېره د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر طیب سهاک هم حضور درلود.

د ننګرهار پوهنتون ۲۴۰ بستریز تدریسي روغتون په ۱۳۴۴ لمریز کال د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شوی، چې د طب پوهنځي محصلانو او ستاژرانو د عملي زده کړو سربېره په عمومي داخله، عمومي جراحي، یورولوژي، عقلي عصبي، انستیزي، داخله اطفال، ولادي نسايي، سترګه، غوږ، پزه او ستوني، جلدي او زهروي، راډیولوژي څانګو او د لابراتوار او واکسینو په برخو کې د ختيزو څلورو ولايتونو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي او د عمومي داخله، عمومي جراحي، ولادي نسایي او کوچنیانو څانګو کې د تخصص پروګرام هم لري، چې په اړوندو برخو کې متخصص کدرونه او ډاکتران روزي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu