د وړ او په کار پوه مسلکي کادرونو د روزنې لپاره اړینه ده، چې معیاري او د ټولنې غوښتنو ته ځواب ویونکی نصاب او کریکولم ولرو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۸:۹
image

 

د یادې موخې د ترلاسه کولو لپاره د پوهنتون محترم استادان باید د نصاب د معیاري کېدا لپاره هلې ځلې وکړي، وخت په وخت نوي مسایل په کریکولم کې ځای پر ځای او د تیوري تر څنګ د محصلینو عملي زده کړو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

یادې خبرې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د نصاب کمېټې غړو ته په هغه مشورتي ناسته کې وکړې، چې د نصاب او کریکولم د بیا کتنې او اصلاح په اړه جوړه شوې وه.

نوموړي وویل: د نصاب او کریکولم اصلاح او معیاري کېدل د پوهنتون د ادارې لومړیتوب دی او په دې برخه کې باید د پوهنتون او پوهنځیو د کریکولم کمېټو غړي او نور مسؤل اشخاص کوټلي ګامونه واخلي.

د پوهنتون رئیس زیاته کړه، چې د څانګو له خوا باید مضامین تغیر او استادان یې هم وخت په وخت بدل شي او د تیوري تر څنګ د محصلینو عملي زده کړو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون د نصاب د مرکزي کمېټې غړو د کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د یادې برخې د لا زیاتې غنا او معیاري کېدو لپاره نورې هلې ځلې هم وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د نصاب د معیاري کېدو په اړه خپلې سپارښتنې د کمېټې له غړو سره شریکې کړې او دغه راز یې غوښتنه وکړه، چې د پوهنځیو مسؤلین دې د محصلینو د عملي زده کړو په برخه کې د بېلابېلو ادارو سره شته تفاهملیکونو تعقیب او عملي کړي.

د ننګرهار پوهنتون د نصاب کمېټې مشر پوهنمل هجرت الله صافي د پوهنتون د مشرتابه مننه وکړه، چې د کریکولم د اصلاح په برخه کې د دوی ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، چې د پوهنځیو د کریکولم د معیاري کېدو لپاره یې د بیاکتنې او ارزونې مهال وېش جوړ کړی، چې په وینا یې، د کمېټې د غړو په ملتیا به ډېر ژر یاده چاره بیاځلي پیل کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu