د ازموینو ملي ادارې پلاوي د ننګرهار پوهنتون له رئیس سره ولیدل.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۸:۲۳
image

 

په ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۰ لمریز کال کانکور ازموینې اخیستلو په موخه د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر پوهنیار قدرت الله احمدي د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې، چې د پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو هم حضور درلود، دواړو لورو په راڼه او شفاف ډول د ازموینې اخیستلو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

پوهنیار احمدي د کانکور د بايومتريک معلوماتو ثبت، کارتونو توزیع او ازموینې پروسې په اړه د پوهنتون رئيس ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د يادې پروسې د ښه ترسراوي لپاره له مرکز نه ۲۰ کسيز ټيم ننګرهار پوهنتون ته راغلى. نوموړي په اړونده برخه کې د پوهنتون د مشرتابه څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل: د کانکور ازموینې پروسې د ښې او رڼې اخيستنې لپاره به د ننګرهار پوهنتون اداره، استادان او ټول منسوبين نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او هيچا ته به ددې اجازه ورنکړي، چې په بې ځايه مداخلې دا ملي پروسه داغداره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu