ننګرهار پوهنتون کې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د واکسیناسیون لړۍ پیل شوه.

sakhizada_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۳:۴۴
image

 

د روغتیايي مسؤلینو په وینا، د یاد کمپاین په ترڅ کې به د ننګرهار پوهنتون سربېره د ننګرهار ولایت خصوصي تحصیلي موسسو استادانو، اداري کارکوونکو او د ښوونځیو ښوونکو ته یاد واکسین تطبیق شي.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون ریاست کې د نوموړي کمپاین پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، مرستیالانو او استادانو سربېره په کې د ننګرهار د عامې روغتیا، یونسیف او WHO مسؤلینو هم برخه لرله.

غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د عامې روغتیا او نورو همکارو موسساتو مننه وکړه، چې د پوهنتون استادانو ته یې د کرونا مهلکې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین لړۍ پیل کړه.

پوهاند بهسودوال یاد واکسین د روغتیا د نړیوال سازمان څخه تائید شوی وباله، چې په وینا یې، د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې ۹۶ سلنه اغېزمن دی.

نوموړي د پوهنتون له استادانو غوښتنه وکړه، چې د واکسین په تطبیق سره خپل ځان د نوموړې ناروغۍ څخه خوندي کړي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نصیر احمد درانی، په ختیځ کې د یونیسف ادارې د روغتیا برخې متخصص ډاکتر محمد نافع کاکړ او د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون رئیس پوهندوی ډاکتر همایون چهاردیوال نور ویناوال وو، چې د کرونا ضد تطبیقېدونکي واکسین د نوعیت، اغېز او د تطبیق د مواردو په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو ته د نوموړي واکسین په تطبیق سره یاده پروسه رسماً په دې پوهنتون کې پیل شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu