ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي کې د ۷ څېړنیزو پروژو پرانیسته وشوه

sakhizada_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۸:۵۶
image

 

د مسؤلینو په وینا، یادې څېړنې د هندوستان کرنیز تحقیقاتي پوهنتون (IARI) د ماسترۍ دورې افغان محصلینو له خوا د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د استادانو په لارښوونه ددې پوهنتون په تحقیقاتي فارم کې د شپږو میاشتو په موده کې د مېوو، سبزیو او ګلانو پر بوټو او حیواناتو ترسره کېږي.

په همدې مناسبت د کرنې په پوهنځي کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو سربېره په کې د ننګرهار ولایت مقام اداري او مالي مرستیال او د یو شمېر کرنیزو موسساتو مسؤلینو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د څېړنو او علمي تحقیقاتو په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او یاده چاره یې د پوهنتونونو اصلي دنده او مکلفیت وباله.

نوموړي د هندوستان هېواد د نړیوال کرنیز تحقیقاتي پوهنتون د محصلینو له خوا په ننګرهار پوهنتون کې ددې پوهنتون د استادانو په لارښوونه د څېړنو ترسره کول لویه لاسته راوړنه وبلله، چې په وینا، دا زمونږ په پوهنتون د نړیوالو باور په ګوته کوي.

د ننګرهار مرستیال والي پوهنوال ببرک میاخېل، د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور رشاد احمد شېرزاد، د یاد پوهنځي استاد پوهاند میرحاتم نیازی او د لغمان پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور عصمت الله درانی د غونډې نور ویناوال وو، چې ټولو په وار سره د یادو څېړنو په پیل خوښي وښوده او هغه يې د کرنې پوهنځي محصلینو د عملي زده کړو سربېره په اړونده برخه کې د کرنیز سکتور د شته ستونزو د هواري لپاره ګټورې وبللې.

د پروژو د څېړونکو په استازیتوب د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار طیب الله زاهد خبرې وکړې. نوموړي وویل: مونږ ۷ تنو محصلینو، چې څلور تنه د ننګرهار، کونړ سیدجمال الدین افغاني او بغلان پوهنتونونو استادان او درې تنه نور ازاد محصلین دي، خپل درسي بهیر د هندوستان کرنیز تحقیقاتي پوهنتون کې بشپړ کړی، چې اوس خپل تحقیقونه د نوموړي پوهنتون په لارښوونه او موافقه په ننګرهار پوهنتون کې ترسره کوو.

نوموړي د ننګرهار پوهنتون او کرنې پوهنځي له مشرتابه مننه وکړه، چې دوی ته یې د څېړنو د ترسراوي زمینه برابره کړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu