د ننګرهار پوهنتون د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړو مرکز (ELCLC) یو ځل بیا په فعالیت پیل وکړ

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۸:۵۴
image

 

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یاد مرکز به د یوه کال په موده کې ۱۷۰۰ تنه استادان، محصلین او اداري کارکوونکي د انګليسي ژبې او کمپیوټر زده کړو په برخه کې وروزي.

نوموړی مرکز د اداري کارکوونکو د یوه حضوري او د محصلینو د درېو انلاین ټولګیو په پیل سره نن ورځ د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي یې ملتیا کوله، رسماً پرانستل شو.

د ننګرهار پوهنتون رئیس د انګلیسي ژبې او کمپیوټر د نوموړي مرکز په بیاځلي پرانیستې خوښي وښوده او یاد مرکز يې د محصلینو، استادانو او اداري کارکوونکو لپاره یو ښه فرصت وباله، چې د خپلو مسلکي زده کړو او مسؤلیتونو تر څنګ ترې ګټه واخلي.

پوهاند بهسودوال وويل: په ننني عصر کې د انګليسي ژبې او معلوماتي ټکنالوژۍ له زده کړې پرته پرمختګ ناشونى دى او د پوهنتون اداره به هڅه وکړي، چې د خپلو او نورو مرستندویو ادارو له امکاناتو په ګټې اخیستنې سره په پوهنتون کې ورته نور مرکزونه هم پرانیزي.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې زده کړیالان فعال ګډون ته وهڅول او په اړونده برخه کې یې د مرکز مسؤلینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د نوموړي مرکز مسؤل پوهنیار محمد فهیم رحیمي خبرې وکړې او د خپلو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل: یاد مرکز به د یوه کال په موده کې ۱۷۰۰ تنه استادان، محصلین او اداري کارکوونکي د انګليسي ژبې او کمپیوټر زده کړو په برخه کې وروزي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه: (English for Academic Purpose, English for Specific Purpose, TOEFL, Writing Classes ) او د کمپیوټر (ICDL) هغه پروګرامونه دي، چې د پوهنتون منسوبین به په کې وروزل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS