د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې د درېيمې دورې فارغانو د پروژو دفاع ګانې پيل شوې

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۸:۴۹
image

 

د ننګرهار پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ساينس پوهنځي له يادې څانګې په درېيمه دوره کې ۶۷ تنه فارغېږي.

په همدې مناسبت د کب په ۳مه د ساينس پوهنځي په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د ساينس پوهنځي رئیس پوهندوی صفت الله شاکر او د یاد پوهنځي استادانو او محصلينو پکې برخه لرله.

غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال وويل: افغانستان د کانونو او معدنونو له پلوه د سيمې په کچه غني هېواد دى، چې د استخراج لپاره يې مسلکي کادرونو ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه: د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون نن ورځ د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري مسلک کې ۶۷ تنه انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.

نوموړي فارغانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د وخت اړتیاوو ته په کتلو به د یادې څانګې د پرمختګ او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي او د امکان په صورت کې به یې په مستقل پوهنځي بدله کړي.

د ساينس پوهنځي رئيس پوهندوی صفت الله شاکر د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې پر ارزښت خبرې وکړې او په ياده برخه کې يې د لسګونو محصلينو فراغت ستره لاسته راوړنه وبلله.

ښاغلي شاکر له فارغانو غوښتنه وکړه، چې خپل فراغت وروستى ونه ګڼي او په اړونده څانګه کې لا زياتې زده کړې وکړي، تر څو د هېواد د کانونو د استخراج په برخه کې شته تشه ډکه کړي.

د غونډې په دويمه برخه کې د محصلينو دفاع ګانو لړۍ پيل شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS