د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د مرکزي لیلیې څخه لیدنه وکړه

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۹:۵۰
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په داسې حال کې، چې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو یې ملتیا کوله، د مرکزي لیلیې ودانۍ او د هغې د اړوندو برخو د چاپېریال د پاککارۍ او سرسبزۍ چارې له نږدې ولیدلې.

په یاده لیدنه کې د پوهنتون مشرتابه اړوندو مسؤلینو ته د لیلیې د پاکۍ، سرسبزۍ او چاپېریال ساتنې په اړه اړینې لارښوونې وکړې.