د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون یو شمېر استادان او اداري آمرین وستایل

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۰:۷
image

 

د ننګرهار پوهنتون یو شمېر استادان او اداري آمرین، چې د تضمین کیفیت په پروسه کې یې فعال ګډون او هلې ځلې کړې وې، د پوهنتون د رهبرۍ له خوا د ستاینلیکونو په ورکړې سره تقدیر شول.

په همدې اړه د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې ددې پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو او اداري آمرینو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستل د پوهنتون د ټولو منسوبینو له ادارې او استادانو نیولې د اداري او خدماتي کارکوونکو پورې د ټولو ښاغلو او آغلو د هلو ځلو او زحمتونو پایله وګڼله.

پوهاند بهسودوال د غونډې له برخوالو د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه، چې تضمین کیفیت یوه دوامداره پروسه ده او د پوهنتون د علمي، تدریسي او اداري چارو د کیفیت د لا ښه والي لپاره باید له دې زیاتې هلې ځلې وشي.

د غونډې په دویمه برخه کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند جانس زړن، د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهاند دکتور برکت الله تایب، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهاند دکتور نقیب الله ثاقب، د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی دکتور نجیب الله صالح، د وترنري علومو پوهنځي استادان پوهنوال ډاکتر سید ضیاءالحق بنوري او پوهندوی احمد فرید روان، د انجنیري پوهنځي استادان پوهنیار عبدالحی کیوان او پوهنیار کرشمه نظیمي، د بشري سرچینو آمر نورحکیم شاه مومند، د تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمر غلام نبي عثمانخېل، د دفتر سرپرست آمر غلام حیدر حیدر موسی زی، د مالي او حسابي آمر ګل آغا، د تضمین کیفیت آمر لال آغا جبارخېل، د محصلینو د خدمتونو د انسجام آمر اسلام الدین اخلاص مند، د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ، د محصلانو چارو آمر عبدالجمیل حاتم، د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمر سید اجمل نقشبندي، د علمي تحقیقاتو آمر ګل رسول صابر، د روغتیایي کلینیک آمر ډاکتر عبدالواسع زماني، د تضمین کیفیت عمومي مدیر بختي مولا سیدي او د ریاست مقام سکرتر او عکاس غلام رسول غوثي ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده، چې د یادو مراسمو پر مهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند جانس زړن او د انجنیري پوهنځي استادې پوهنیار کرشمې نظیمي ته د جمهوري ریاست له خوا د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ مډال، چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا څه موده وړاندې ننګرهار پوهنتون ته رالېږل شوي وو، هم ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu