تضمین کیفیت آمریت

د افغانستان اسلامي امارت

د لوړو زده کړو وزارت

ننګرهار پوهنتون

 

ماموریت:

ننګرهار پوهنتون ویاړي چې د هېواد او سیمې په کچه په بېلابېلو مسلکونو کې وړ او معیار کادرونه روزې، څو د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پر مټ په هېواد او سیمه کې شته ستونزو ته حل لارې ولټوي او په پرمختګ کې یې رغنده ونډه ولري.

لیدلوری:

ننګرهار پوهنتون د خپل لیدلوري له مخې هوډ لري څو په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو او برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په سیمه کې  ځانګړی باور تر لاسه کړي.  

 

د ننګرهار پوهنتون د ماموریت او لیدلوري د تشکیلېدا پړاونه:

د ننګرهار پوهنتون ماموریت او لیدلوری د پوهنتون د ټولو منسوبینو (رهبرۍ، استادانو، کارکونکو او محصلینو) سره تر مشورو ورسته جوړ شوی دی. یاد ماموریت او لیدلوری د پوهنتون په علمي شورا کې تر

 

بحث وروسته تایید او تصویب شو چې د نورو کړنو په موخه به د لوړو زده کړو وزارت ته واستول شي!

د کیفیت د تضمین اړوند د پوهنتون رئیس پیغام

 

په نننۍ تحصیلي او ښوونیزه نړۍ کې  د زده کړو څرنگوالی او کیفیت هغه څه  دي، چې  زیات ټینگار پرې کېږي. هر هېواد هڅه کوي، چې د زده کړو د ښه کیفیت پر مټ اقتصادي بازار خپل کړي او داسې محصل بازار ته وړاندې کړي، چې د ښه کار کولو وړتیا او توان ولري.

            پوهنتون باید  یواځې  د محصل د تولید مرکز نه وي، چې  پر څومره  والي بسنه وکړي او څرنگوالی یې  د پامه وغورځېږي، بلکې  پر کمیت سربېره يې د تولید کیفیت هم دومره لوړ وي، چې د ټولنې د اوږو بار نه شي.

            هغه هیوادونه چې لوړ اقتصاد لري  یا يې  د طبیعي سرچینو  برکت دی، چې دا ځای  یې خپل  کړی او یا هم لوړ تخنیک لري، چې پراخه وسایل  او ماشین آلات نورو هیوادونو ته  صادروي، خو هغه هېوادونه چې دا  دواړه  نه لري یا به سیمه اییز او نړیوال بازار ته د تخنیک او ټکنالوژۍ  په برخه کې خپل فارغ محصل  وړاندې کوي او یا به نور داسې  تولید وي چې په بازار کې خپله  برخه پيدا کړي.

            زموږ یو شمېر گاونډیو هېوادونو دا چاره تر سره کړې او په تخنیکي برخو کې یې خپل محصل بازار ته وړاندې کړی دی.

 د ساینس او ټکنالوژۍ  نننۍ نړۍ، د سیالۍ نړۍ  ده. موږ هم اړ یو  چې دا سیالي وکړو، ددې سیالۍ لپاره اړتیا برېښي چې خپلې زده کړې  با ارزښته  او با کیفیته  کړو. له ښه مرغه  ننگرهار پوهنتون، د کیفیت د تضمین په برخه کې زیاتې هلې ځلې کړي او دا پروسه لا دوامداره ده. په دې وروستیو کې  د (CEQA) باور اخیستل د پوهنتون د پوهنځیو د ریسانو، د څانگو د مسؤلینو د تضمین کیفیت د برخې کارکوونکو د هڅو پایله وه، خو پردې باید بسنه ونه شي او لا ډېرې هڅې وشي، ځکه د کیفیت او څرنگوالي یقیني کول بیا، بیا هلو ځلو ته اړتیا لري او انشاءالله د تحقیقاتو او څېړنو په برخه کې هم پوهنتون ډیرې لاسته راوړنې لري او دا بهیر به هم تاند ساتو ځکه له څېړنو پرته د پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو شتوالی یواځې  سمبولیکه بڼه لري. دا هر څه کلک تعهد او ژمنه غواړي، زه د ننگرهار پوهنتون په علمي کادرونو کې دا وړتیا او ژمنتیا وینم.

د یو پیاوړي افغانستان او د ننگرهار پوهنتون  د ښیرازۍ په هیله

۱: د کیفیت د تضمین او لوړونې اداره

د افغانستان اساسي قانون حکم کوي، چې د لوړو زده کړو ټولې دولتي عالي او تخصصي موسسې دولت تأسيسوي. په یاد قانون کې د لوړو زده کړو وزارت د پروگرامونو په پرمختگ تاکيد شوی، ترڅو د لوړو زده کړو وزارت غوره کیفیت ته د رسېدلو په پار د لوړو زده کړو د کیفیت د پرمختگ ځانگړی مېکانېزم جوړ کړي. همدارنگه، د افغانستان د ملي پرمختگ د ستراتېژۍ ادارې د زده کړو د کیفیت په اهميت تاکيد کړی او په خپله پاليسۍ کې يې د کیفیت لوړولو ته لومړیتوب ورکړی دی. د لوړو زده کړو وزارت په ستراتېژيک پلان کې د کیفیت د تضمين ادارو په رامنځته کولو د اړتیا له مخې تاکید شوی. دغه لايحه د اساسي قانون د درېمې او څلورمې مادې په رڼا کې د لوړو زده کړو د پرمختگ، د کیفیت د لوړونېاو اعتبار ورکونې په منظور وضع شوې.

 

۲: د پوهنتونونو د کیفیت تضمين او لوړونې کمېټې

د لوړو زده کړو ټول پوهنتونونه (دولتي او خصوصي) باید د اړتیا له مخې د کیفیت د پرمختگ د څارنې په موخه د کیفیت د تضمين کمېټې ولري. د کمېټې مشري بايد د پوهنتون د علمي او کاډمیکو چارو مرستیال او يا دهغه له لوري د ټاکل شوي مسؤل په غاړه وي. د یادې کمېټې د غړو شمېر له پنځو څخه تر نهو تنو پورې وي.له بل پلوه هر پوهنځی د کیفیت د تضمین او لوړونې کمېټه ولري،چې یاده کمېټه به د پوهنځي په کچه یو مسؤل او د هرې څانگې څخه یو غړی ولري. د یادولو وړ ده، چې د پوهنځي د کیفیت د تضمین او لوړونې کمېټې سره د اړونده پوهنځي د مشر مرسته اړینه ده، ترڅو د چارو په ښه پرمخ بېولو کې د یادې کمېټې له مسؤل سره مرسته وکړي.

 

۳: ځان ارزونه

د پوهنتون اداره د پوهنځيو، علمي او اداري پروگرامونو، زېربناوو او لاسته راوړنو څخه خپله ارزونه پدې موخه ترسره کوي، ترڅو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کیفیت د تضمین او  لوړونې  ټاکل شوي معيارونه پوره او اعتبار ترلاسه کړي. پدې لړ کې، د پوهنتون د کیفیت د تضمین او لوړونې اداره او د ټولو پوهنځیو د کیفیت د تضمین او لوړونې کمېټې په اړونده پوهنځیو کې د ځان ارزونې پروسه ترسره او پایلې یې د راپور په بڼه د پوهنتون د کیفیت تضمین او  لوړونې ادارې ته استوي. د پوهنتون د کیفیت د تضمین او لوړونې اداره د ټولو پوهنځیو د ځان ارزونې د راپورونو پر مټ د پوهنتون په کچه د ځان ارزونې راپور چمتو او د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست ته استوي.

۴: اعتبار ورکونه

د ځان ارزونې تر پروسې وروسته، د اعتبار ورکونې  پروسه چې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست له لوري ترسره کېږي، پېلېږي. پدې لړ کې، د لوړو  زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست، پوهنتون ته د اعتبار ورکونې د پروسې په اړه خبر ورکوي او په ټاکلې نېټه ورته د بیا کتنې پلاوی استوي. نوموړی پلاوی تر بیا کتنې وروسته د بیا کتنې راپور چمتو او د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست ته لېږدوي. له دې پروسې وروسته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست پوهنتون ته د خپلې ارزونې پایلې (یا پوهنتون اعتبار ترلاسه کړ، او یا هم پوهنتون د اعتبار ترلاسه کونې په موخه لا ډېر کار ته اړتیا لري) اوروي.

۵: دکیفیت تضمین او لوړوالي په اړه معلومات

د لوړو زده کړو وزارت په ۱۳۹۱ کال کې د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې ریاست رامنځته کړ، چې موخه یې په هېواد دننه په ټولو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو د پراختیایې پلان د پرمختګ او د کیفیت او اعتبار لاسته راوړل وو او پدې برخه کې یې د محتلفو علمي نړیوالو پروګرامونو څخه په ګټې اخستنې د کیفیت د تضمین په اړه ټاکل شویو معیارونو ته لاسرسی پیدا کول وو. په همدې موخه یې هېواد دننه او بهر د کیفیت د تضمین مسئولینو ته بېلابېل علمي او روزنیز ورکشاپونه دایر کړي دي تر څو په ټولو پوهنتونونو کې د کیفیت په برخه کې مثبتې او ښې پایلې تر لاسه شي او په راتلونکي کې ټولو ټاکل شویو معیارونو ته لاسرسی پیدا کړي. له پېله د کیفیت د ښه والي لپاره د برتانیې سفارت په همکارۍ له پال اول څخه ته پال څلورم پورې پروسه پر مخ وړل شوې ده، چې په نتیجه کې ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین په برخه کې د ښو کړنو او لاسته راوړونو پر اساس د ۲۰۱۶ م کال په دسمبر میاشت کې د CEQA جایزه ترلاسه کړه. د دې سره په څنګ کې، د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه په ۲۰۱۷ م کال کې د د کیفیت د تضمین داخلي واحد رامنځته کړ، مسئول شخص یې د لوړو زده کړو وزارت له تایید وروسته په کار پېل وکړ.  د کیفیت د تضمین داخلي واحد د خپل ټېم په مرسته په لومړیو کې د کیفیت د تضمین د ښه والي او اړونده ټولو معیارونو د پوهاوي په برخه کې د کیفیت د تضمین او لوړوای هر اړځیز لارښود چمتو کړ، چې له ښه مرغه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړونې او اعتبار ورکونې د ریاست لخوا چاپ او د یو ورکشاپ له لارې ټولو پوهنځیو او څانګو ته په واک کې ورکړل شو او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې مرستندویه ادارې (USWDP) لخوا په ستاینلیک بدرګه شو.

د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین او لوړونې داخلي واحد د خپل مهالوېش له مخې د ټولو پوهنځیو د کیفیت د تضمین له مسئولنیو سره غونډې دایرې کړي دي او په ټاکلي وخت یې هغوۍ ته لازمې لارښوونې ترسره کړي دي، چې نتیجه یې له تاسې سره د راپور له مخې شریکوي.  نوموړې ادارې په تېر کال کې درې امتحاني ارزونې ترسره کړي دي، چې د هرې ارزونې وروسته یې راپور د پوهنتون په علمي شورا کې د یادې شورا ګډونوالو ته وړاندې شوی او په پایله کې یې د پوهنتون مشرتابه د شته ستونزو په اړه ځانګړې سپارتنې کړي او د ښه والي په موخه یې د راتلونکي لپاره د پوهنتون په کچه کاري تدابیري پلانونه ترتیب کړي.  په ۲۰۱۷ م کال کې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړونې او اعتبار ورکونې د ریاست لخوا د کیفیت د ارزونې په موخه یو پلاوی ننګرهار پوهنتون استول شوی وو چې پایلې یې د پوهنتون سره شریکې کړي چې ډېر مثبت بدلونونه د پوهنتون په ښوونیز بهیر کې په ګوته کړی شوې وې.

۶: د ننګرهار پوهنتون د کیفیت تضمین او لوړوالی کمېټه

د ننګرهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم په ۱۳۹۰ کال کې رسماً د کیفیت د تضمین او اعتیار ورکونې پروسه پېل کړه. له هماغه وخت څخه ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین او لوړونې کمېټې همدارنګه د پوهنځیو په کچه د یادې پروسي د ښه پرمخ بېولو په غرض دوامداره ناستې، ورکشاپونه او ټریننګونه دایر کړي. له نېکه مرغه ننګرهار پوهنتون په تېره موده کې د لومړي او دوهم پړاوو ټول مراحل په بریالیتوب سره پای ته رسولي او اوس د دریم پړاو ته د لوړاوي په موخه کار ترسره کوي.

image

۷: د  ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضیمن کمېټو د کار د څرنګوالي اصول، د پوهنځي د کیفیت د تضمین له کمېټې سره

د ننګرهار پوهنتون په اداري جوړښت کې ډېرې کمېټي په فعاله توګه خپلې کړنې ترسره کوي. په دې لړ کې پوهنتون د کیفیت د تضمین او پیاوړتیا په موخه ځانګړې پروسه په لار اچولې چې د پوهنتون، پوهنځیو او څانګو په کچه خپلې اړونده کړنې تنظیموي.  د څانګو په کچه کمېټې د څانګو کچه د کیفیت د تضمین چارې پر مخ بیایې او وروستی راپور د پوهنځي د کیفیت د تضمین کمېټې ته ور استوي. پوهنځیو کمېټې هم په خپله برخه کې د پوهنځي په کچه د کیفیت د تضمین او لوړاوي په موخه کار کوي او خپل ځان ارزونې راپور د پوهنتون د کیفیت د تضمین او پیاوړتیا کمېټې ته ور استوي. د پوهنتون د کیفیت د تضمین مرکزي کمېټه چې د پوهنتون هړ ازخیزه ارزونه ترسره کوي د پوهنځیو د راپورونو یو واحد راپور د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې درانه ریاست ته یې ور استوي.

۸: د اعتبار ورکونې پخوانۍ نېټه            

د ننګرهار په ۱۳۹۲ ل.ل. کال کې لوړو زده کړو وزارت ته د ځان ارزونې د راپور تر استونې وروسته لومړۍ مرحله په بریالیتوب بشپړه کړه او دوهمې مرحله یې لار ومونده. همدارنګه، په ۱۳۹۵ ل.ل. کال کې دوهم په بریالتوب پای ورسامه او دریم پړاو ته یې لار ومونده. او په دریم پړاوو د ځان ارزونې راپور د لوړو زده محترم وزارت ته ور استوي، چې پایلې به یې وروسته له تصیم نیونې د لوړو زده کړو محترم وزارت لخوا اعلان شي.

۹: د هغو فعالیتونو لنډیز چې د نړیوال اعتبار ورکونې په برخه کې ترسره او اجرا کېږي

د کیفیت د تضمین نړیوالو معیارونو ته د لوړیدا په موخه ننګرهار پوهنتون تل هڅې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د Erasmus +  اروپایې ټولنې د EQASA پروژې غړیتوب او ۷۱۰۰۰ اروپایې ډالر مرستې د کیفیت د ښه والي موخه تر لاسه کړيدي.  د نوموړي پروژې په مرسته د ننګرهار پوهنتون د کیفیت د تضمین د کمېټې مسئول د پوهنتون رییس د علمي او اکاډیمیکو چارو مرستال د کمېټې غړو لپاره ۴ بهرني د کیفیت د تضمین چارو د ښه روزنیز ورکشاپونه په پلان کې چې لومړی ورکشاپ یې د دوست هېواد هندوستان په چننای ایالت په  ۲۰۱۷ کال کې دایر کړی وو، چې د نړیوالو پوهنتون څخه کتنه او د هغوي د کیفیت د فرهنګ سره اشنایې یې یوه ښه لاسته راوړنه ګڼل کېږي هغه ځکه چې د نړیوالو ښه کړنو ښې بېلګي به په پوهنتون کې عاموي.

۱۰: د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې معيارونه

            د کیفیت د تضمین او لوړونې معیارونه د هغو اړتياوو او شرايطو څخه شمېرل کېږي، چې د  لوړونې د ادارې او د لوړو زده کړو وزارت په واسطه د لوړونې لپاره ټاکل کېږي. یاد معیارونه د هغو شرايطو بيانوونکي دي چې پوهنتونونه یې باید د اعتبار ترلاسه کونې لپاره بشپړ کړي. نوموړي معیارونه هغه ضرورتونه او شرايط دي چې د ښوونيزو مؤسسو او پروگرامونو په واسطه د اعتبار د لاسته راوړلو له پاره د لوړونې له ادارې څخه تمثیلېږي.

image

۱. ماموریت او کړنلاره

د پوهنتون اداره واضح او روښانه کړنلاره او ماموریت لري، چې یاده کړنلاره او ماموریت ټولو هېوادوالو ته د ادارې راتلونکو پلانونو او پرېکړو په اړه تفصیلي معلومات روښانه کوي.

۱.۱. ماموریت (Mission):

د پوهنتون، پوهنځيو او څانگو ادارې د ماموریت لرونکي دي، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا منل شوی او ټولو هېوادوالو ته د لاسرسي وړ دی. د دې ترڅنگ،پوهنځي او څانگې خپل ځانگړی ماموریت لري، چې د پوهنتون او پوهنځي د علمي شوراگانو په وسیله تایید شوی.

۲.۱. ستراتېژیک پلان:

د پوهنتون ادارې د کړنلارې په ترکیب کې ټولې مهمې بوختې خواوې (Stakeholders)، محصلین، کارکوونکي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان په جوړښت او پرمختگ کې ونډه لري. یاد ستراتېژیک پلان د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی. د دې تر څنگ، پوهنځي او څانگې خپلې ځانگړې موخې لري چې د پوهنتون او پوهنځي د علمي شوراگانو په وسیله تایید شوي دي.

۳.۱. کاري پلان:

د پوهنتون ادارې کلنی کاري پلان ترتیب کړی، چې د یاد پلان له مخې به د پنځه کلن ستراتېژیک پلان موخې لاسته راوړي. سربېره پر دې، پوهنځي او څانگې هم خپل کلني پلانونه، چې د پوهنتون او د پوهنځيو د رئیسانو له لوري تایید شوي دي، لري.

۴.۱. اداري اغېزمنتیا:

د پوهنتون اداره په دوامداره توگه د خپلو کړنو د پیاوړتیا او اغېزمنتیا لپاره کار کوي. یاده اداره د خپلو کار کوونکو پوسیله ترتیب شوی کلنی کاري پلان ارزوي ترڅو په راتلونکو کلونو کې د خپل کاري پلان د پلي کېدا لپاره لاره هواره کړي. سربېره پر دې، هر پوهنځی او څانگه خپل کلني کاري پلان باندې بیا کتنه کوي ترڅو د راتلونکو کلونو لپاره د پلان په پلي کېدا کې مرسته وکړي.

۵.۱. عامه معلومات:

د پوهنتون اداره خپل ماموریت، کړنلارې، پالیسۍ او مدیریت په اړه عاوامو ته معلومات په واک کې ورکوي. د یادولو وړ ده، چې پورته ذکر شوي معلومات به د ویب سایټ، رسنیو، او نورو لارو چې لاسرسی ورته امکان لري، بوختو خواوو ته په واک کې ورکوي.

۲. دټولنې په پرمختگ کې ونډه  اخستنه

د پوهنتون اداره په محلي، ملي، او سیمه ایزه کچه د ټولنې په پرمختگ کې فعاله ونډه لري، چې دا ټول د پوهنتون ادارې په ستراتېژیکو موخو، تصمیم نیونه او د استادانو او محصلینو په ټولو کړنو کې روښانه شوي دي.

۱.۲. ماموریت او ستراتېژیک پلان:

د پوهنتون، پوهنځيو او څانگو ادارې په ټولنیز، اقتصادي او کلتوري پرمختگ کې مهم رول لوبوي. یاده چاره د ادارو د ماموریت او ستراتېژیک پلان په موخو کې د ټولنې محلي، ملي اوسیمه ایزه ښېرازي رانغاړي.

۲.۲. علمي کړنې:

د پوهنتون ټول څېړنیز او تدریسي پروگرامونه په ټولنیز، اقتصادي او کلتوري وده کې د پوهنتون ماموریت منعکس کوي. د یادې چارې په موخه پوهنتون د پوهنځيو په کچه کلنۍ ارزونې ترسره کوي، چې په ټولنه کې په محلي، ملي اوسیمه ایزه کچه د ونډې اخستنې لاسته راوړنې په گوته کوي.

۳.۲. د کارکوونکو ونډه اخستنه او بوختیا:

ټول استادان او اداري کارکوونکي خپلو دندو کې په محلي، ملي او سیمه ایزه کچه د ټولنې په پرمختگ کې ځانگړې ونډه لري. سربېره پردې، پوهنتون په ټولنه کې د ټولو کارکوونکو د ونډې اخيستنې پروسه ارزوي.

۴.۲. د محصلینو بوختیا:

ټول محصلین د ټولنې په پرمختگ کې د پوهنتون د ونډې اخيستنې له پروگرامونو خبر دي. پوهنتون د کریکولم او د کریکولم مرستندويو کړنو په وسیله غواړي محصلین په مستقیم ډول په محلي،ملي او سمیه اییزه کچه د ټولنې په پرمختگ کې بوخت کړي.

۳.مشرتابه، مدیریت او اداره

د پوهنتون مشرتابه، مدیریت او اداره په پوهنتون کې د ماموریت او ستراتېژیکو اهدافو په لاسته راوړلو پاملرنه او تمرکز کوي.

۱.۳. مشرتابه:

د پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئيسان، د پوهنځیو مرستیالان او د څانگو مشران په رسمي وخت کې د خپلو اړوندو اداري او تدریسي چارو په ښه توگه پرمخ بېولو ته ژمن دي.د یادونې وړ ده، چې د یادو اشخاصو د کړنو پروسه د ارزونې له لارې څارل کېږي.

۲.۳. مدیریت:

د پوهنتون ادارې د خپل ماموریت او ستراتېژۍ د ښه پرمخ بېولو په موخه یو مناسب او غوره اداري جوړښت رامنځته کړی. د نوموړو چارو د لا ښه پر مخ بېولو په غرض د موثرو اداري کمېټو جوړښت رامنځته کړی ترڅو کارکوونکو ته خپل مسؤلیتونه واضح او په گوته کړي.

 

۳.۳. اداره:

د پوهنتون اداره پخپل ماموریت او ستراتېژیک پلان کې په کاري لومړیتوبونو تمرکز کوي او پدې چاره کې استادان او اړونده ادارې پوهه وي ترڅو خپل اداري مسؤلیتونه په ښه توگه ترسره کړي.

 

۴.۳. اداري اخلاق:

د پوهنتون اداره تل هڅه کوي چې د اداري فساد، تبعیض او خپل سرۍ مخه ونیسي ترڅو شفافیت، مساوات او عدالت د کړنو په ټولو خواوو کې رامنځته کړي. پوهنتون اداره د یادې چارې لپاره رسمي پروسې لري ترڅو محصلین او ټول ادارې کار کوونکي په اخلاقي سلوک پوه او د سرغړوني په صورت کې یې د پایلي څخه خبر کړي.

۴. د مالي سرچینو مدیریت

د پوهنتون مالي سرچینې د ماموریت او ستراتېژیک پلان د موخو د لاسته راوړلو په غرض ځانگړې او ښې اداره شوېدي.

۱.۴. مالي پلان جوړونه:

د پوهنتون اداره باوري ده، چې مالي پلانونه یې د ستراتېژیکو اهدافو په لاسته راوړلو تمرکز کوي. علاوه پر دې، د پوهنتون اداره پنځه کلن مالي پلان لري، چې په روښانه توگه د ستراتېژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره په ستراتېژیک پلان کې شامل دی. پر همدې اساس، د پوهنتون اداري معاون د یادې ادارې ټول معاونین او د پوهنځيو رئیسان د پوهنتون د پنځه کلن مالي پلان په ترتیبولو او پرمخ بېولو کې شاملوي.

۲.۴. مالي اداره:

د پوهنتون اداره تضمینوي چې کلنۍ مالي بودیجې په موثره توگه اداره شويدي. همدارنگه، د پوهنتون ادارې چارو مرستیال د بودیجې کلنی پلان د پوهنځیو د رئیسانو، د څانگو مشرانو، او بوختو خواوو سره په گډه ترتیبوي او په ربعوار ډول یې راپور د پوهنتون علمي شورا ته ارائه کوي.

۳.۴. مالي سیستم:

د پوهنتون ادارې په پوهنتون کې اغېزمن مالي مدیریت او د حساب ورکونې سیستم رامنځته کړی. پوهنتون حسابي چارو د ترسراوي په موخه د مالي مدیریت ډېټابېس او سافټوېیر پواسطه خپل حسابونه اداره کوي.

۴.۴. حساب ورکونه:

پوهنتون په کلني ډول د خپلو عوایدو او مصارفو حساب ورکوي. د پوهنتون په اداره کې د حساب ورکونې په موخه په ملي او سیمه ایزه کچه د تېرو دریو کلونو مالي راپورونه موجود دي. همدارنگه، د پوهنتون اداره د حساب ورکونې راپورونه په مالي مدیریت کې د پرمختگ په موخه کاروي.

۵.۴. عواېدو د لاسته راوړلو لارې چارې:

پوهنتون په داسې یو ترکیب (مېکانېزم) باندې کار کوي ترڅو د وړو کاروبارونو او خدماتو پر بنیاد عواېد لاسته راوړي. پوهنتون پخپل ستراتېژیک پلان کې د کوچنیو کاروبارونو د پرمختگ پلان ځای پر ځای کړی او د عملي کېدو په موخه یې لارې چارې په پام کې نیولي.

۵. علمي پروگرامونه

علمي پروگرامونه د پوهنتون ماموریت (Mission) یوه مهمه برخه تشکیلوي او د دائمي غوره والي په موخه په دوامداره توگه د بیا کتنې لاندې نیول کېږي.

۱.۵. د ماموریت سره په لیکه کېدل یا همغږي:

ټول علمي پروگرامونه د پوهنتون د ماموریت (Mission) په ښه توگه پرمخ بېولو په موخه همغږي دي. هر علمي پروگرام په روښانه توگه د ماموریت په ښه شکل د تر سره کولو  په موخه خپله ځانگړې کړنه ترسره کوي. پوهنتون د یو داسې مېکانېزم لرونکی دی، چې د پوهنتون د ماموریت پر اساس د علمي پروگرامونو څرنگوالی څاري.

۲.۵. داړتیاوو روڼوالی:

د لسانس،ماسټرۍ او دوکتورا د تحصیلي دورو علمي پروگرامونه په روښانه توگه د فراغت اړتیاوې تعریفوي. د ټولو پروگرامونو ځانگړتیاوې په روښانه توگه د کریډیټ سیستم راپېژني او راښایي چې د فارغانو لپاره کومې درجې لاسته راوړل لازمي دي. سربېره پر دې، د علمي پروگرام ټولې ځانگړتیاوې راښایي، چې په کوم شکل پوهه او مهارتونه د پروگرام په هره مرحله کې پیاوړي کېږي او دا هم را په گوته کوي، چې کوم مهارتونه به د لا زیاتو څېړنو او زده کړو پواسطه غښتلي شي.

۵.۳. د کلني پروگرام څارنه:

ټول علمي پروگرامونه په کلني ډول د لوړو زده کړو وزارت د کتنې او بیا کتنې پروسې پر مټ څارل کېږي. یاد پروگرامونه په کلني ډول د وزارت د تایید شوي چېک لېست (Checklist) پواسطه، چې پکې د محصلینو معلومات او نظرونه شامل دي، ارزول کېږي ترڅو د پروگرام روان بهیر او چارچلند وڅاري.د نوموړې څارنې په لړ کې، ټول هغه اړخونه چې د یو علمي پروگرام د پلي کولو مسؤلیت په غاړه لري د شواهدو په اساس د پروگرام په ښه شکل عملي کیدو په اړه معلومات ارائه کوي.

۴.۵. د پروگرام بیا کتنه:

د علمي پروگرام دوسیه او کریکولم په هر پنځو کلنو کې د لوړو زده کړو وزارت د رسمي کتنې او بیا کتنې پروسې لخوا د بیا کتنې لاندې نيول کېږي. پوهنتون د پروگرامونو د بیاکتنې لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پروگرامونو د مهالنۍ بیاکتنې څخه گټه پورته کوي ترڅو د ټولو علمي پروگرامونو د کریکولم بیاکتنه وکړي او یقیني کړي، چې ټول علمي پروگرامونه په هر لحاظ د پنځه کلونو لپاره مناسب، منلي او گټور دي. د دې سره په څنگ کې، پوهنتون د مهالنۍ بیا کتنې په نتیجه کې ستراتېژیک تصمیمونه نیسي، چې د علمي پروگرامونو موثریت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یقیني کړي.

۵.۵. د روزنې زده کړه (Pedagogy):

علمي پروگرامونو د روزنې په موخه د روزنې له بېلابېلو مېتودونو څخه گټه اخستل کېږي. د محصلینو د زده کړې د چټکتیا لپاره تل هڅه شوې چې په روزنیزو مېتودونو کې نوی والی راشي. د ټولو علمي پروگرامونو پر مخ بیونکي هڅه کوي، چې په دوامداره توگه په روزنیز بهیر کې غوره والی رامنځته کړي، چې په ټولگیو کې د مناسبې ټکنالوژۍ څخه گټه پورته کول پکې شامل دي. همدارنگه، د علمي پروگرامونو پر مخ بېولو ټیم د شاگرد محوري زده کړې څخه په خپلو ټولگیو کې گټه پورته کوي.

۶.۵. ارزونه:

په علمي پروگرامونو کې د انصاف او روڼوالي په موخه په دوامداره توگه د پرمختللو مېتودونو څخه کار اخستل کېږي. د ټولو علمي پروگرامونو د ځانگړتیاوو په اساس روښانه کېږي، چې د هر علمي پروگرام ارزونه څنگه ترسره شي، ترڅو په گوته شي زده کوونکو څومره زده کړه او مهارتونه تر لاسه کړيدي. همدارنگه، د علمي پروگرامونو پلي کوونکی ټیم د وخت په اوږدو کې له خپلو تجربو گټه پورته کوي ترڅو محصلینو ته تعمیري نظرونه او فیډ بېک (feedback) ورکړي.

۷.۵. برېښنایي زده کړې e-learning:

پوهنتون د برېښنایي زده کړو د پلي کولو په موخه کافي اندازه کار ترسره کړی. پوهنتون د برېښنایي زده کړو پیاوړتیا لپاره په خپل ستراتېژیک پلان کې ځانگړې ستراتېژي ځای پر ځای کړې او د پلي کولو لپاره یې کار پېل کړی دی. سربېره پر دې، پوهنتون په فعاله توگه برېښنایي زده کړې تهیه کوي او ځانگړی مېکانېزم یې ورته چمتو کړی ترڅو زده کوونکي ترې گټه پورته کړي.

۸.۵. د مرستې توامیتونه:

د پوهنتون اداره هېواد او د هېواد څخه بهر توامیتونو ته وده ورکوي. پوهنتون په موثره توگه په هېواد کې دننه او په نړیواله کچه د لوړو زده کړو موسسو سره توامیتونه اداره کوي ترڅو خپلو ستراتېژیکو موخو ته ورسېږي. د دې ترڅنگ، پوهنتون په خپل ستراتيژیک پلان کې د نړیوالو توامیتونو د پیاوړتیا پلان ترتیب کړی، چې په لور یې کوټلي گامونه اخستي دي.

۶. څېړنه

             د پوهنتون اداره د څېړنېزو کړنو لپاره د پرمختگ پلانونه لري ترڅو ډاډمن شي، چې د پوهنځيو ټول استادان په څېړنیزو کړنو بوخت دي.

۱.۶. ستراتېژي او پلان:

د پوهنتون په ستراتېژیک پلان کې د څیړنې فعالیتونه شامل دي. د پوهنتون اداره د پوهنځیو په سطحه د څیړنې پروژې حمایه کوي. همدارنگه، د پوهنتون اداره د څیړنې په برخه کې ښکاره موخې لري اولوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم د څېړنې په مهمو پروژو کې ونډه لري.

۲.۶ کلتور او غوښتنې:

د پوهنتون ټول استادان د څېړنې په ټولو قوانینو پوهېږي. همدارنگه ټول استادان د څېړنې په اړه فعالیتونه او مهارتونه په خپلو انفرادي عملیاتي پلانونو کې ځای پر ځای کړي دي. سربېره پر دې، د څېړنې اړوند ټول فعالیتونه د ارزونې له لارې څارل کېږي.

۳.۶. له څېړنې څارنه:

د پوهنتون ادارې د محصلینو د څيړنیزو پروژو د څارنې په موخه ظرفیت جوړونه کړې ده. په دې لړ کې، پوهنتون د څيړنې په برخه کې داستادانو ظرفیت لوړولو په موخه پلانونه جوړ کړي دي. همدارنگه، د پوهنتون اداره د یو رسمي چوکاټ په شتون کې د محصلینو له لوري د څېړنيزو پروژو ترسره کولو څخه ملاتړ کوي.

۴.۶. مرسته

د پوهنتون ادارې د څېړنیزو پروژو د مرستو لپارهپه ظرفیت جوړونه باندې کار کړی. همدارنگه، د پوهنځیو په سطحه د څېړنې کمېټې چې د پلان جوړونې مسوولیت په غاړه لري شتون لري. په ټوله کې د پوهنتون ادارې د څېړنې په موخه یوه اداره، چې د پوهنتون په سطحه د څېړنې ټولې کړنې څاري او له یادو پروژو سره لازمې مرستې کوي، رامنځته کړېده.

۵.۶. روزنه:

د پوهنتون ادارې د څیړنې د مهارتونو د لوړونې په برخه کې کار کړی. په دې لړ کې پوهنتون هڅه کړې چې په پوهنتوني او یا هم ملي کچه د روزنې پروگرامونه ترلاس لاندې ونیسي ترڅو د څېړنې په برخه کې روزل شوي استادان په پوهنتون کې ولري. د دې تر څنگ، پوهنتون د پوهنځیو په سطحه د څېړنې په برخه کې د روزنې پرواگرامونه په کار اچولي ترڅو په یاده برخه کې د استادانو وړتیاوې لوړې کړي.

۷. استادان او کارکوونکي

پوهنتون خپل استادان او اداري کارکوونکي په دندو گماري، وده ورکوي او اداره کوي یې،ترڅو خپل ماموریت او ستراتېژیکې موخې ترلاسه کول باوري کړي.

۱.۷. علمي وړتیا:

پوهنتون د اړو وړتیاوو په نظر کې نیولو سره استادان په دندو گماري ترڅو علمي پروگرامونه په غوره توگه محصلینو ته وړاندې کړي. د پوهنتون اداره ډاډه ده، چې د داسې وړتیاوو لرونکي استادان یې په دندو گمارلي، چې د یادو علمي او اکاډمیکو پروگرامونو په پرمخ بېولو پوره برلاسي دي. سربېره پر دې، پوهنتون د روزنیز پلان له مخې په پام کې لري، چې د راتلونکي لپاره هم د استادانو پر دندو گمارل به یې راتلونکی ښوونیز بهیر لا هم پیاوړی کړي.

۲.۷. اداري وړتیا:

پوهنتون د اړو وړتیاوو په نظر کې نیولو سره اداري کار کوونکي په دندو گماري ترڅو اداري چارې په مناسبو مهارتونو سره پر مخ بوځي. پوهنتون اداره ډاډه ده، چې د داسې وړتیاوو لرونکي اداري کارکوونکي یې په دندو گمارلي، چې د یادو اداري چارو په پرمخ بېولو پوره برلاسي دي.سربېره پر دې، پوهنتون د اداري پلان له مخې په پام کې لري، چې د راتلونکي لپاره هم د اداري کارکوونکو پر دندو گمارل به یې راتلونکی اداري بهیر لا هم پیاوړی کړي.

۳.۷. د گمارنې تگلارې او پروسې:

د استخدام ټولې تگلارې او پروسې، کاري وېش او د کارکوونکو ارتقاء د وړتیاوو پر اساس او رڼې دي. پوهنتون اداره ډاډه ده، چې اداري کارکوونکي یې په گټوره بڼه پر دندو گمارلي او ځای پر ځای کړي، چې د یادو اداري چارو په پرمخ بېولو پوره برلاسي دي. پوهنتون د خپلو اداري کار کوونکو پر وړاندې روښانه تگلارې او پروسې لري، چې ټول کار کوونکي ورته تل لاسرسی لري. د دې ترڅنگ، پوهنتون د اداري کارکوونکو د کړنو د ثبتولو لپاره ځانگړي سیستمونه لري، چې د یادو سیستمونو پر مټ د تگلارې او پروسې په ښه ډول عملي کول او تعقیول یقیني کوي.

۴.۷.د کړنو بیا کتنه: استادان:

د ټولو استادانو کړنې په کلني ډول بیا کتل کېږي. نوموړې بیا کتنه یې د کاري کیفیت لوړونې په موخه ترسره کېږي. پوهنتون د ټولو استادانو د کړنو بیا کتنې په موخه د کړنو د بیا کتنې پروسه رامنځته کړې، چې د محصلینو دنظرونو پواسطه استادان خپلو هغو ټکو ته متوجه کړي چې لا پیاوړتیا ته اړتیا لري. سربېره پر دې، پوهنتون د ټولو استادانو د کړنو د بیا کتنې لپاره درسي کتنه ترسره کوي ترڅو یقیني کړي، چې ټول استادان پخپل انفرادي کاري پلان کې د پرمختگ یو غوره پلان له ځانه سره لري.

۵.۷. د کړنو بیا کتنه: اداري کارکوونکي:

د ټولو اداري کارکوونکو کړنې په کلني ډول بیا کتل کېږي. نوموړې بیا کتنه یې د کار کیفیت لوړونې په موخه ترسره کېږي. پوهنتون د ټولو اداري کارکوونکو د کړنو بیا کتنې په موخه د کړنو د بیا کتنې پروسه رامنځته کړې، چې کاري فیډ بېک یې هغو ټکو ته پاملرنه جلبوي چې لا پیاوړتیا ته اړتیا لري. سربېره پر دې، پوهنتون د ټولو اداري کارکوونکو د کړنو څخه بیا کتنه ترسره کوي ترڅو یقیني کړي، چې ټول اداري کارکوونکي پخپل انفرادي کاري پلان کې د پرمختگ یو غوره پلان له ځانه سره لري.

۷.۶. مسلکي وده:

پوهنتون تل د ټولو علمي او اداري کارکوونکو وده او انکشاف په نظر کې نیولي او مرسته ورسره کوي. پوهنتون د روزنیزو پروگرامونو پروسه رامنځته کړې او د پوهنتون په کچه د ټولو علمي او اداري کارکوونکو لپاره د مسلکي ودې پلان لري. همدارنگه، پوهنتون د مسلکې ودې مشر ټاکلی، چې د مسلکي ودې ټولو برخو ادارهیې کاري مسؤلیت دی.

۷.۷.اکاډمیکه خپلواکي:

علمي او اکاډمیکه خپلواکي د قانون په رڼا کې حمایه او ترې ساتنه کېږي. پوهنتون باوري کوي چې ټول علمي او اداري کارکوونکي او محصلین د اکاډمیکې خپلواکۍ له هغو اصولو څخه خبر دي چې د لوړو زده کړو وزارت په قانون کې ځای پر ځای شوي. د دې تر څنگ، پوهنتون د څارنې یو ځانگړی مېکانیزم لري ترڅو باوري کړي، چې د لوړو زده کړو وزارت د قانون په رڼا کې اکاډمیکه خپلواکي په بشپړه توگه رعایت شوې.

۸.۷.د شکایاتو، ځورونو او انتظامیه پروسو کړنلارې:

پوهنتون په موثره توگه شکایات، ځورونې او د ډسپلین اړوند مسايل اداره کوي. پوهنتون داسې کړنلارې رامنځته کړي، چې د ټول علمي او اداري کارکوونکو شکایات، او ډسپلین اړوند مسايل د لوړو زده کړو وزارت د قانون په رڼا کې اداره کوي. سربېره پر دې، پوهنتون د نوموړې پروسې د څارنې او پلي کېدنې په موخه خپلې تگلارې د بیا کتنې لاندې نیسي او نوی والي پکې رامنځته کوي.

۸. د محصلینو تجربې

د پوهنتون اداره په دې باور ده چې د محصلینو د زده کړو او پرمختگ په موخه یې مناسب چاپیریال رامنځته کړی دی.

             ۱.۸. د محصلینو په اړه معلومات:

پوهنتون د محصلینو په اړه معلوماتو راټولو او تجزیه کولو لپاره ځانگړي سیستمونه لري. د محصلینو د داخلې، جذب، جریان او لاسرسي ټول معلومات راټولېږي او د راتلونکي لپاره پلان جوړونې په موخه ارزول کېږي. د دې تر څنگ، پوهنتون د پلان جوړونې ادارې رامنځته کړي او د پلان جوړونې مشر یې ورته گمارلی چې معلومات راټول او تجزیه کړي او د محصلینو څخه د راټولو شویو موادو پر اساس راتلونکې پلان جوړونه ترسره کړي.

۲.۸. د محصلینو پایله (Feedback)اخیستل:

پوهنتون د محصلینو فیډ بېک راټولو لپاره ځانگړې پروسې او پړاوونه لري ترڅو پر مټ یې هغه ساحې چې ودې او پیاوړتیا ته اړتیا لري پیاوړي کړي. پوهنتون په دومداره توگه د محصلینو او د محصلینو د نماینده گانو سره د سروې او نورو مېتودونو له لارې مشورې ترسره کوي ترڅو د هغوی د تجاربو او اړتیاوو څخه ځان خبر کړي. سربېره پر دې، پوهنتون د محصلینو نماینده گان په مناسبو کمېټو، پروسو، او مېکانیزمونو کې بوخت کړي ترڅو محصلینو ته د پوهنتون د کړنو په اړه معلومات ارایه کړي.

۳.۸. د فارغانو مهارتونه:

پوهنتون ټول مهارتونه تعریف کړي او هغو مهارتونو ته یې وده ورکړې، چې د فارغانو سره په کاري ساحه کې مرسته کوي او د ښېرازۍ سبب یې گرځي. پوهنتون د استخداموونکو ادارو سره ناستې ترسره کړي ترڅو هغه مهارتونه په گوته کړي چې د فارغانو په کاري ساحه کې د بریالیتوب عامل گرځي. د دې سره په څنگ کې، پوهنتون تل د استخداموونکو ادارو سره ناستې ترسره کوي ترڅو د محصلینو هغو مهارتونو ته وده ورکړي، چې په کاري ساحه کې ورته اړتیا لیدل کېږي.

۴.۸. محصلینو ته اسانتیاوې برابرولاو د هغوي ملاتړ:

پوهنتون د محصلینو علمي او شخصي اړتیاوو د پوره کولو په موخه اسانتیاوې او مشورتي خدمات برابروي. همدارنگه د محصلینو لپاره د مسلک جوړونې او مسلکي ودې په موخه ځانگړې اسانتیاوې چمتو کوي.

۵.۸. انصاف او برابروالی:

پوهنتون محصلینو لپاره داسې زمینه مساعده کړې، چې د جنسي، ټولنیز او فزیکي تبعیض پرته له ټولو محصلینو سره یو شان او مساوي چلند کېږي. د نوموړي کار د ترسره کولو په موخه پوهنتون ځانگړی مېکانیزم ترتیب کړی او ټولو بوختو خواوو ته یې په واک کې ورکړی. همدارنگه، پوهنتون د نوموړي مېکانیزم لپاره یو مشر ټاکلی، چې د اړونده چارو په اړه خپل کلنی راپور د پوهنتون علمي شورا ته وړاندې کوي.

۶.۸. د نظم او ډسپلین پالیسۍ او پروسې:

پوهنتون د محصلینو لپاره د پوهنتون او پوهنځیو په سویه د نظم او ډسپلین پالیسۍ چمتو کړي، چې له مخې یې د محصلینو سلوک د ځانگړو کمېټو پواسطه اداره کوي. نوموړې پاليسۍ محصلینو ته په واک کې سپارل شوي دي، چې په چمتو کولو کې یې د محصلینو څخه هم نظرونه اخیستل شوي دي.

۹. د کیفیت تضمین او لوړونه

د پوهنتون ادارې داسې یو جوړښت او پروسه په لاره اچولې چې له مخی یې د ټولو ادارو څخه ارزونه ترسره شوې چې په دوامداره توگه د هغوي دکړنو او د کیفیت د لوړوالی لامل گرځېدلي.

۱.۹. اداره :

د پوهنتون اداره په دې باور ده چی د کیفیت د تضمین او لوړونې کومه پالیسي او پروسه چې د ارزونې چارې پر غاړه لري د ټول پوهنتون کنټرول او اداره کول په ټولو مرحلو کې اغېزمنه تمامه شوې. همدارنگه، د پوهنتون او اړوند پوهنځیو د کیفیت تضمین کمېټې د کیفیت تضمین او  لوړونې د پروسی د ښه پرمخ بېولو په موخه قوي رهبري او اداره لري. سربېره پر دې د پوهنتون رهبري د کیفیت د تضمین په اداره کولو کې مستقیماً شامله ده چې د کیفیت د تضمین ټولې اړونده چارې د هغوی د هڅو په واسطه په کیفیت کې لاښه والی رامنځته کړي.

۲.۹. سرچینې:

د پوهنتون اداره د پوهنځیو او ټولو اړونده څانگو او استادانو په ملاتړ مسووله ده، چې د کیفیت د تضمین او لوړونې په پروسه کې پرمختگ ثابت کړي. د پوهنتون ادارې د څانگو، پوهنځیو او اړوندو نورو ادارو چې د کیفیت تضمین په لوړونې کې کار کوي دوی سره د مرستې کولو په موخه یوه عمومي کمېټه لري ترڅو اړونده چارې په ښه توگه ترسره شي. پوهنتون د یادې کمېټې لپاره یو مسوول کس ټاکلی چې د کیفیت تضمین د ټولو کمېټو د پالیسیو او پروسو څخه څارنه ترسره کړي.

۳.۹. پروسې:

د پوهنتون اداره د کیفیت د تضمین د ښه تطبیق او پرمخ بېولو لپاره له هغو پروسو او کړنلارو گټه پورته کوي، چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته استول شوي دي. د پوهنتون د کیفیت د تضمین او لوړونې اداره په دوامداره توگه هڅه کوي چې د کیفیت تضمین د پلي کېدا او پرمختگ پروسې په پوهنتون کې په ښه توگه عملي شي. په پوهنتون کې د کیفیت د تضمین او لوړونې ادارې مشر د ټولو کمېټو، پوهنځیو او څانگو په سطحه په موثره توگه معلومات راټولوي او راپور پرې چمتو کوي ترڅو ثابت کړي چې په پوهنتون کې د کیفیت تضمین ټولې چارې په خورا غوره توگه عملي شوي دي.

۴.۹. کلتور:

د پوهنتون اداره په دې باور ده چې ټولې علمي او اداري چارې د هغو اړینو او ضروري موادو پر مټ چې د کیفیت تضمین  د لوړونې او پرمختگ سبب گرځي، پر مخ بیایي. علاوه پردې د پوهنتون د کیفیت د تضمین او لوړونې اداره د اړینې روزنې عامه پوهاوي پروگرامونه د ټولو اداري کارکوونکو په واک کې ورکوي ترڅو ټول اداري کارکوونکي یو له بل سره د کیفیت د تضمین او لوړونې لپاره اړیکي ولري. له دې پرته د ټولو علمي او اداري کارکوونکو په انفرادي کاري پلانونو کې د کیفیت تضمین او  لوړونې د اهدافو په اړه مسایل رانغښتل شوي دي.

۱۰. کتابتون او معلوماتي سرچینې

د پوهنتون اداره په دې باور ده چې د کتابتون او معلوماتي سرچینو په اړه محصلینو ته کافي معلومات په واک کې ورکړل شوي دي.

۱.۱۰. ظرفیت:

د پوهنتون اداره د کتابتون او د معلوماتو موثرې بېلگې برابروي ترڅو محصلین ترې په خپلو څېړنیزو اوعلمي پروگرامونو کې گټه پورته کړي. د پوهنتون اداره د وړو او تجربه لرونکو مامورینو په درلودلو سره په پوهنتون کې د کتابتون او معلوماتي سرچینو اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي. سربېره پر دې، د پوهنتون اداره په پوهنتون کې د معلوماتي سرچینو او کتابتون د پرمختگ لپاره په خپل ستراتېژیک پلان کې پرمختیایي پلان لري.

 

۲.۱۰. اداره:

په اداره کې کتابتون او معلوماتي سرچیني په موثره توگه مدیریت شوي دي ترڅو د علمي او اداري موخو د لاسته راوړلو په برخه کې گټور ثابت شي. همدارنگه، پوهنتون د کتابتون او معلوماتي سرچینو په برخه کې یو مسوول کس ټاکلی ترڅو دا باوري کړي چې د دولتي او اداري سرچینو د شته اصولو په رڼا کې د کتابتون او معلوماتي سرچینو چارې په اغېزمنه توگه پرمخ یوسي. سربېره پر دې، پوهنتون د کتابتون د ښه تجهیز په موخه د پوهنځیو او کتابتون ترمنځ همغږي رامنځنه کړې ترڅو د کتابتون چارې په اغیزمنه توگه پرمخ ولاړې شي.

 

۳.۱۰. لاسرسی:

پوهنتون په دې باوري دی چې ټول استادان او محصلین کتابتون ته لاسرسی لري او کتابتون کم تر کمه په اونۍ کې شپږ ورځې هره ورځ د لسو ساعتونو لپاره د استادانو، کارکوونکو او محصلینو پر مخ پرانستی دی. د دې نه علاوه،د پوهنتون اداره پرلیکه (Online) سرچینو ته د لاسرسي د پرمختگ پلان لري.

۴.۱۰. روزنه:

د محصلینو او ټولواداري کارکوونکو لپاره دروزنې پروگرامونه موجود دي ترڅو خپلې وړتیاوې د کتابتون او معلوماتي سرچینو په اړه زیاتې کړي. همدارنگه، د پوهنتون ادارې د ټولو کارکوونکو او محصلینو د روزنې لپاره موقع په لاس کې لري ترڅو د کتابتون او معلوماتي سرچینو په غوره استعمال یې پوه کړي او هم اداره د هغوي د پرمختگ لپاره اړین روزنیز ورکشاپونه د کریکولم د اړتیاوو په رڼا کې په کار اچوي.

۱۱. روزنه، معلوماتي ټېکنالوژي او د بدني روزنې اسانتیاوې

د معلوماتي ټېکنالوژۍ په برخه کې د پوهنتون اداره کافي زېربناوې لري، چې د پوهنتون د ستراتېژیکو موخو په لاسته راوړلو کې یې اسانتاوې برابرې کړي دي.

۱.۱۱. روزنیزې اسانتیاوې:

اداره د موثرې نظري او عملي روزنې او څیړنې اسانتیاوې د محصلینو د ضرورتونو په اساس برابرې کړي دي ترڅو په غوره توگه د محصلینو روزنیز پروگرامونه پرمخ یوسي. سربېره پردې، اداره د خپل ستراتېژیک پلان په رڼا کې د روزنې د پرمختگ پلان لري.

۲.۱۱. معلوماتي ټېکنالوژي:

د پوهنتون ادارې هڅه کړې ترڅو د استادانو او محصلینو لپاره له وخت سره سم د موثرې او اغېزمنې معلوماتي ټېکنالوژۍ زېربناوې رامنځ ته کړي. د دې تر څنگ، د پوهنتون ادارې د غوره معلوماتي ټېکنالوژۍ امریت ایجاد کړی ترڅو د ټولو اداري کارکوونکو لپاره د معلوماتي ټېکنالوژۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

۳.۱۱. د لیلیې او بدني روزنې اسانتیاوې:

د پوهنتون اداره د لیلیې (په خاصه توگه د اناثو د لیلیې) او بدني روزنې په برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي. د دې ترڅنگ د پوهنتون ادارې په یاده چاره کې د لا ښه پرمختگ او اسانتیاوو په موخه د بدني روزنې امریت جوړ کړی دی.

۴.۱۱. صحت او مصؤنیت:

د پوهنتون چاپېریال د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو د صحت او ساتنې لپاره مناسب دی. د پوهنتون په ټولو برخو (لابراتوارونو، دوکانونو او عامه ځایونو) کې د صحت او خوندیتوب په موخه وقایوي اسانتیاوې رامنځته کړي دي. سربېره پر دې، د طبعي او بېړنیو پېښو د پېښېدا په صورت کې اسانتیاوې وجود لري.

۵.۱۱. امنیت:

د پوهنتون چاپېریال د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو لپاره د امن ځای دی. پوهنتون د ټولو کارکوونکو او محصلینو د امنیت په موخه امنیتي پرسونل پر دنده گمارلي ترڅو دا باوري کړي چې په پوهنتون کې امنیت خوندي دی. نوموړې امنیتي اداره د پوهنتون څخه د امنیت ساتنې په موخه په دوامداره توگه څارنه ترسره کوي. د دې تر څنگ،نوموړې اداره په راتلونکي کې د امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه اغېزمن پلان لري.