شرعیاتو پوهنځی دفقه او قانون دوکتورا برنامه

۳.دفقه او قانون د دکتورا برنامه​:

    پېژندنه

د هېواد په کچه دلومړي ځل لپاره دشرعياتوپوهنځي فقه او قانون دوکتورا برنامه په (۱۳۹۴ ل.ل) کال کې د لوړو زده کړو وزارت د (  ) ګڼه حکم په آساس تاسيس شوې ده، چي دلوړوتحصيلي اوعلمي درجو لرونکو استاذانو له خوا چې دهيواد دننه اوبهر دنړيوالو پوهنتونونو دتد ریس افتخار لري پرمخ بيول کيږي.

لرليد

دهېواد او سيمي په کچه دمعیاري لوړو زده کړو،څېړنواو علمي کادرونو رامنځ ته کول

مرام

 

 

 دوضعي قوانينو او فقهي موضوعاتودپرتليېزی څېړنې تقويه کول، او د اسلامي شريعت تر څنګ د سالمو ټولنيزو عاداتوپرمټ دشته ستونزو دحل لارې چارې لټول.

اهداف

  • د الهي اوبشري وضعي قوانينو پرتليېزه څېړنه ،دالهي قوانينولوړوالي او د بشري قوانينو دضعف ټکې پېژندل.
  • په ديني امورو کې دننګرهار پوهنتنون شرعياتو پوهنځی  په يوستر علمي اوڅېړنيز مرکز بدلول.
  • دعلمي څېړنو پر مهال دعدل او انصاف د روحي را منځ ته کول،له افراط ګرايې څخه ځان ساتل،او دنورو دعلمي نيوکو منل.
  • په څېړنو کې ديو قوي ميکانزم په وسيله د غلاو مخه نيول.

دکمېټې تشکيل او تدريسي غړي

د فقه او قانون د کتورا پروګرام د لوړو زده کړو وزارت د لايحي سره سم دچارو دښه سمون په موخه يو آمراوپنځه کسيزه علمي کميټه لري، چې په لاندې جدول کې يې دتحصيلي درجو په تفکيک سره  لېدلی شو.

کتابتون

 

 ننګرهار پوهنتون يو مرکزي کتابتون لري ،چې د مختلف النوع کتابونو لویه زيرمه ګڼل کېږې،او تقريبا نيمه برخه يې د ديني علومو کتابونه تشکيلوي،په همدې توګه دشرعياتو پوهنځی هم په خپله ودانۍ کې د(۴۰۰۰)کتابونو په مقدار يوکتابتون لري چې  له دې جملې څخه(۱۳۹) دعقيدې اړوند،(۶۰۰) دتفسير، (۱۲۲۱)دحديث،(۱۳۴۴)دفقه،(۱۵۰) دقانون،(۷۵) دسيرت،(۱۷۴) د تاريخ،(۱۷۵)دعربي معاجم،او (۱۲۲) دمختلفو ديني علومو اړوند کتابونه دي.

يادونه: دشرعياتو پوهنځي کتابتون هره ورځ دسهار له اته نيمو بجو څخه دماسپخين تر درې بجوپورې دمحصلينو پر وړاندې خلاص وي چې د يکشنبې اوچهارشنبې ورځې دښځينه و لپاره او پاتې ورځې د نارينه و لپاره ځانګړی شوی دي.