ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
انځور

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي رهبرۍ، استادانو او د برنامې سکالرانو برخه اخیستې وه.

غونډې ته د ښه راغلاست وینا پر مهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي وویل، په عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامې پیلېدل د پوهنتون لپاره لویه لاسته راوړنه ده، د لوړو زده کړو پرمختګ لپاره یې د ماسترۍ او دوکتورا برنامو پراختیا یو بنسټیز اصل وباله او د یادې برنامې ایجاد کې یې د ټولو مسؤلینو له هڅو د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د عربي ژبې او ادب په برخه کې به داسې مسلکي او متعهد کادرونه وروزي، چې د علم، تحقیق او تدریس ډګر به ورسره لا زیات پیاوړی شي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني غونډې ته په خپله وینا کې د عربي ژبې په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، عربي ژبه د قرآن کریم، اسلامي تمدن او علومو ژبه ده، چې په هکله یې ژوره پوهه د اسلامي میراث د سم درک زمینه برابروي.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادې برنامې ایجاد سره به د عربي ژبې او ادب څانګې علمي او څېړنیز بهیر لا پیاوړی، منظم او پراخ شي او سپارښتنه یې وکړه، چې مسؤلین او استادان دې د یادې برنامې بریالیتوب لپاره په اخلاص کار وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور قدرت الله عمرخېل، د فوق لیسانس برنامو آمر پوهنوال دوکتور نجیب الله صالح او د عربي دوکتورا برنامې مسؤل پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم د غونډې نور وینا وال وو، چې د یادې برنامې د جوړښت، ماهیت، د فوق لیسانس برنامو معیاري کېدو او لا پیاوړتیا او په پوهنتون کې د تدریس او تحقیقاتو کیفیت ته زیاتې پاملرنې په هکله ویناوې وکړې او خپلې مشورې او وړاندیزونه یې شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې د عربي ژبې او ادب دوکتورا برنامه په خپله لومړۍ دوره کې یو ټولګی لري او ۱۲ تنه سکالران په کې زده کړې ترسره کوي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu