د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي څخه ۴۷ تنه مسلکي کادرونه فارغ شول.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۴۵
انځور

د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي جیولوجي او کانونو څانګې څخه په ۸ مه دوره کې۴۷ تنه مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې د فراغت ستره غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، ساينس پوهنځي رئيس او استادانو، فارغانو او د هغوی د کورنيو غړو په کې ګډون کړی و.

د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي رئیس پوهندوی رزدار خان په خپله وينا کې د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زده کړییز بهیر کې یې د فارغو محصلینو هلې ځلې وستایلې.

نوموړي زیاته کړه، د یادې څانګې فارغان د دې وړتیا لري، چې له خپلې پوهې د هېواد په ابادۍ کې ګټه واخلي او د خپل مسلک اړوند په هېواد کې د شته ستونزو حل لپاره لازمې مشورې او نوې لارې چارې وړاندې کړي.

فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد فارغانو ته مبارکي وویله او هغوی یې راتلونکي کې د نورو لوړو زده کړو او ځانګړو علمي او تخنیکي مهارتونو ترلاسه کولو ته وهڅول.

د نوموړي په خبره جيولوجستان د هېواد ځمکنيو منابعو مديريت، معدنونو مسلکي استخراج او د خپل مسلک اړوند نورو برخو جوړښت کې اساسي رول لري او پکار ده، چې نوي فارغ ځوانان د عصري ټکنالوژۍ زده کړې او ورڅخه په ګټې اخیستنې مسلکي نوښتونه وکړي.

غونډه د پوهنتون او پوهنځي رهبرۍ غړو او استادانو له خوا فارغانو ته د سندونو په ورکړې او دعا سره پای ته ورسېده.

سرچینه : د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو امريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu