ننګرهار پوهنتون کې د خزاني سمستر نهايي ازموینې پیل شوې.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۳۴
picture

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، په یاده ازموینه کې چې د جدي میاشتې په ۸مه نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، د دې پوهنتون د لیسانس، فوق لیسانس او شپې پوهنځیو محصلین په کې برخه لري.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور قدرت الله عمرخېل، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهاند کریم الله بیدار په ملتیا د بېلابېلو پوهنځيو د ازموینو له صحنو څخه ليدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د ازموینو کمېټې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې ازموینې دې د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره روڼتیا او شفافیت واخلي او پایلې دې یې په خپل وخت له محصلینو سره شریکې کړي.
د ننګرهار پوهنتون قدرمن رئیس وویل، چې د ازموینو د څار او نظارت مسؤلیت د پوهنځیو د مسؤلینو او کمېټو تر څنګ د ازموینو مرکزي کمېټه هم په غاړه لري، چې د ازموینو پورې اړوندې چارې تنظيموي او د څارنې راپور به د هرې کاري ورځې په پای کې د پوهنتون له رهبرۍ سره شریکوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu