د ننګرهار پوهنتون رئیس د شرعیاتو پوهنځي فوق لیسانس برنامو له روان تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني تېره ورځ مازدیګر مهال د شرعیاتو پوهنځي ماسترۍ او دکتورا برنامو روان تدریسي بهیر له نږدې وڅاره او د مسؤلینو او محصلینو ستونزو اورېدو سربېره یې هغوی ته په بېلابېلو برخو کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د لیدنې پر مهال د پوهنتون قدرمن رئیس د ټولګیو درسي نظم، د تدریسي موادو وړاندې کولو څرنګوالی، د استادانو حضور او د محصلینو ګډون له نږدې وارزوو او د کیفیت لا لوړوالي په موخه یې یو شمېر مواردو کې د پوهنځي او فوق لیسانس برنامو مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې.
همدارنګه محصلینو او سکالرانو هم د پوهنتون له رئیس سره خپلې غوښتنې او اړتیاوې شریکې کړې، چې د حل ډاډ ورکړل شو.
د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي کلیم الله حقاني د پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې د هغوی د پوهنځي د فوق لیسانس برنامو فعالیتونه یې له نږدې وکتل او د چارو ښه تنظم او ستونزو حل برخه کې پر وخت اقدامات ترسره کوي.
