د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځي محصلینو د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۷
picture

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي مسؤلینو، استادانو او د وروستي کال لسګونه تنو محصلینو د یو علمي سیر په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنځي مختلفو برخو، امکاناتو، فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په هکله یې معلومات ترلاسه کړل.
د لیدنې پر مهال دواړو لوریو راتلونکي کې د محصلینو ظرفیت لوړونې په موخه د متقابلو همکاریو ترسره کولو ژمنه وکړه او د فعالیتونو لا ښه والي په هدف یې له یو بل سره مشورې او نظریات شریک کړل.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار له کابل پوهنتون څخه راغلي پلاوي او محصلینو ته ښه راغلاست ووایه، محصلینو لپاره د علمي سیرونو، د استادانو تر منځ مسلکي تجربو شریکولو په اهمیت او د  پوهنتونونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو په ارزښت  خبرې وکړې.
نوموړي همدارنګه ننګرهار پوهنتون کې د استادانو او محصلینو روانو تحقیقاتي پروژو په هکله معلومات وړاندې کړل او راغلي محصلین کې خپلو اړوندو مسلکي برخو کې زیات کار کولو ته وهڅول.
له کابل پوهنتون څخه راغلو محصلینو او مسؤلینو همدارنګه د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي اداري شعباتو، تدریسي خونو، لابراتوارونو،کتابتون، کبانو روزنې فارم، څېړنیز فارم، حیواني کلینیک او نورو بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، چې د مسؤلینو له خوا ورته اړین مسلکي معلومات ورکړل شول.
راغلو محصلینو او استادانو  په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي مسؤلینو او استادانو څخه مننه وکړه، چې د دوی یې ښه کوربتوب وکړ او د خپل پوهنځي اړوند یې تفصیلي معلومات ورسره شریک کړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu