د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۸:۱۵
picture

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د ثور په ۱۵ نېټه د کرنې پوهنځي د غونډو په نوي تالار کې ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې پر مهال په تېره یوه میاشت کې ددې پوهنتون د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د شورا له غړو سره شریک کړ.
نوموړي په ځانګړې توګه د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د بریالي ترسراوي یادونه وکړه، چې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین شیخ صاحب (حفظه الله) په ګډون ترسره شو، چې دا یې د اقلیم بدلون د نړیوال کنفرانس وروسته دویمه ستره علمي او تاریخي لاسته راوړنه وبلله.
د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي، د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم ځدراڼ د غونډې نور ویناوال وو، چې د تضمین کیفیت د درېیم پړاو بیاځلي ارزونې لپاره د چمتووالي، د سمستر نهايي ازموینو لپاره د اړینو تدابیرو نیولو، د ټولنې ستونزو ته په کتو د علمي تحقیقاتو ترسراوي لپاره د ۵ کلنې ستراتېژۍ جوړولو، د ازموینو مرکزي کمېټې د نویو غړو تائید، د قراردادي استادانو د تقرر او ځینو نورو موضوعاتو په اړه څرګندونې وکړې او مسؤلینو او د شورا غړو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او سلام پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۱۲ او د تقرر او انفکاک ۲ کیسونه مطرح او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu