د ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال سره غونډه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۴:۱۶
picture

یاده غونډه چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، پر مهال یې په خصوصي پوهنتونونو کې د علمي کادر د جذب پروسو تسریع، د اکاډمیکو فعالیتونو کیفیت، متقابلو همکاریو پراختیا، د خصوصي پوهنتونونو موجوده ستونزو حل او راتلونکو پلانونو باندې بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د لوړو زده کړو معیاري کېدا او څېړنیزو فعالیتونو کیفیت لوړاوي برخه کې هڅې ترسره کول د ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو مکلفیت وباله او هغوی ته یې د اصولو په رڼا کې د چارو ترسراوي سپارښتنه وکړه.

نوموړي په نوبتي شکل د ټولو خصوصي پوهنتونونو ستونزې واورېدلې او د حل ډاډ یې ورکړ.

د غونډې پر مهال د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له دایمي اکاډمیکو همکاریو مننه وکړه او خپل راتلونکي پلانونه یې د ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال سره شریک کړل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو راتلونکو کانکور ازموینو ته د لازمو تدابیرو نیولو او چمتووالي باندې بحث او نظریات شریک شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu