دوترنري علومو پوهنځي اوسنی حالت
وترنري علومو پوهنځی اوسنی وضعیت
د وترنري علومو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په پيشنهاد د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۷۲ هـ ش کال د پوهنتون په چوکاټ کيې تاسيس شوی څلور فعالې څانګې پرې کلینیک، کلینیک، پاراکلینیک اږ حیواني تولیداتو فعالې څانګې لري چې د غذایې موادو ټکنالوژۍ او حفظ الصحې څانګه په لندمهاله کې بیشنهاد شي تر څو د فعالېدلو اجازه د لوړو زده کړو وزارت څخه د وترنري علومو پوهنځي په چوکاټ کې ترلاسه شي. د کریکولم د نوي کولو نهایې کلستر ترسره شوی او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا د فتر څخه هم نهایې شوی دی د حیواني صحت عامې په نوم د ماسټرۍ برنامې اسناد د تلکمیل په حال کې دي چې په لنډمهاله کې به یې د منظورۍ مراحل ترسره شي په پوهنځي کې د HEMIS سیستم څخه ګټه پورته کیږي د کریډیټ لایحه کاملا تطبیق ده د محصلینو نظري او عملي درسونه د تقسیم اوقات او لوړو زده کړو د اصولو سره سم شپږو ماسټر پوهنوال، یو پوهنوال دوکتور، دوه پوهندوی دوکتور، درې پوهندوی، ۱۰ پوهنمل چې یو پکښې دوکتور او نهه ماسټر استادان دي او دوو لیسانس پوهنیار استادانو لخوا. پر مخ روان دي. د مضامينو عملي تدريس په عمومي توګه د پوهنځي په لابراتوارونو، د پوهنځي د څارويو په کلينيک ، د زراعت او مالداري رياست پوري اړوند د جلال اباد په مرکزي حيواني کلينيک کي ترسره کيږي . خو د عملي کارونو د تحقیقاتو د لا معیاريتوب په موخه د لابراتوارونو، کلینیک او فارمونو تجهیز ته اړتیا لیدل کیږي.
د وترنري علومو پوهنځي اداري جوړښت د رهبرۍ په راس کې د پوهنځي ریس،مرستیال ،مدیر او اجرایه مدیر قرار لري. د دې تر څنګ، پوهنخۍد څلورو بېلا بېلو څانګو لرونکی ده چې د اړوندو څانګو آمرینو لخوا اداره کېږي. همدارنګه، پوهنځۍ مختلفې کمېټې لکه (د کیفیت تضمین، تحقیق، کریکولم، فرهنګي ، ستراتېژیک پلان جوړونې، نظم او ډسپلین او ازموینو کمیټی) چې ځانکړې کاري لایحې لري، رامنځته کړي چې دا باوري کړي چې د پوهنڅۍ اړونده چارې په معیاري او اکاډمیکه توګه پر مخ ولاړې شي. د پوهنځي د څانګو او د کمېټو د کارونو د ښه پرمختګ په موخه د پوهنځي رییس ، مرستیال ، د ځانګو امران او د کمېټو مشران په دوامداره توګه څارنه کوي څو یقیني کړي، چې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي. د پوهنځي ریاست په پام کې لري چې د لا اغېزمنتیا په پار نورې لازمې کړنې هم ترسره کړي، نو دا بهیر تل څاري.
همدارنګه د محصلینو ازموینې د ازموینو کمېټې د څارنې لاندې په شفاف ډول اخیستل کیږي او نمرات یې د ازموینې اخیستلو څخه وروسته به دریو ورځو جریان کې HEMIS سیستم او شقو کې نشر ته سپارل کیږي په عمومي ډول د سمستر به جریان کې محصلینو ته نمرات په لاندې بڼه د ازموینو د لایحې له مخې ورکول کیږي.
.د کورس پاليسي: صنفي فعالیت او حاضري ٪ - عملي کار او کورنۍ دنده ٪ - وسط سمستر٪ - نهايي ازموينه ٪
|
۱۰٪ ۱۰٪ ۲۰٪ ۶۰٪ |
د پوهنځي رئیس، مرستیال، د څانګو امران او نور اړوند مسؤلین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري. د پوهنځي مشرتابه د رهبرۍ ظرفیت لوړونې په موخه تل هڅې کوي. د نوموړې چارې د ترسراوي په موخه یې د اداري کاروونکو لپاره د ظرفیت لوړونې مدیریت رامنځته کړی چې ښه اداري روزنه وویني. د دې ترڅنګ، د پوهنځي مشرتابه له AVA ، FAO ، RELIEF ، USAID ، MADEERA .ECARDA , CARD-F, PDC, او داسي نورو ادارو سره په همغږۍ محصیلینو او استادانو لپاره بېلابېل روزنیز ټریننګ کورسونه او ورکشاپونه دایروي چې د محصیلینو او استادانو وړتیاوې لوړې کړي. همدارنګه، د پوهنځي مشرتابه د استادانو ظرفیت لوړونې په موخه هم د مختلفو ګمېټو له لارې ډول ډول موثر روزنیز کورسونه او ورکشاپونه دایروي. سربېره پر دې، د پوهنځي مشرتابه تل هڅه کړې چې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام (HEDP) څخه په اغېزمنه توګه د استادانو د ظرفیت جوړوني په برخه کې ګټه پورته کړي. د پوهنځي مشرتابه ټول استادان او مسؤلین تشویقوي څو په ملي او نړیوالو روزنیزو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي او تر راتګ وروسته خپلې تجربې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي. د یادې پروسې د څارنې او اغېزمنتیا په موخه د پوهنځي اداره د څارنی(د کیفیت د تضمین کمېټه) ځانګړي میکانیزمونه لري چې باوري کړي، چې د پوهنځي ټول علمي او اداري کارکوونکي او محصیلین په اغېزمنه توګه د یادو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي.