د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر ـ انفکاک، نظم او دسپلین مجلسونه ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شول.
یاد مجلسونه، چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شول او د پوهنتون د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو په کې برخه لرله، پر مهال یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو، د استادانو تقرر، نظم او دسپلین کیسونو او یو لړ متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پرمهال مسؤلینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت مقام څخه یې د یو شمېر کادري بستونو، اجناسو خریدارۍ او د لیلیې د زړو بلاکونو د ترمیم منظورۍ په اړه معلومات ورکړل.
د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د یادو مجلسونو ګډونوالو سره په ګډه د اجنډا له مخې د پوهنتون پر یو شمېر املاکي او تدارکاتي موضوعاتو، د راتلونکي کال لپاره دنوي تشکیل وړاندیز کولو، د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتیش د سپارښتنو عملي کولو او د کرنې پوهنځي محصلینو د څېړنیزو فعالیتونو لپاره د ساحې مشخصولو په اړه بحثونه وشول.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، بامیان، سلام او سپین غر پوهنتونونو د استادانو د تقرر ۲۴ کیسونو او د ننګرهار پوهنتون د نظم او دسپلین ۳ موضوعاتو په هکله بحث او لازمې پرېکړې وشوې.