د علمي ترفیعاتو مرکزي کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۱۴
picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي ترفیعاتو کمېټې غړو ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه، چې پر مهال یې د بېلابېلو پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو یو شمېر کیسونو ته کتنه وشوه او د ترفیعاتو پروسې د ښه والي او شفافیت په اړه لازم  بحثونه او نظریات وړاندې شول.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح  مجلس ته د خپلې وینا پر مهال د علمي ترفیعاتو په پروسه کې دقت او شفافیت بنسټیز اصل وباله او د کمېټې غړو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د علمي ترفیعاتو کیسونو تائید څخه وړاندې د استادانو علمي هڅې او لاسته راوړنې په پام کې ونیسي او عادلانه پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: د استادانو په علمي او تحقیقاتي هڅو کې د نوښت او کیفیت ملاتړی دی او یاده پروسه کې به ټول اصول او معیارونه تطبیق کړي.

د مجلس په پای کې د ننګرهار، کونړ او غور پوهنتونونو د ۹ تنو استادانو د علمي ترفیعاتو پر کیسونو بحث وشو او د وروستیو کړنو په موخه د پوهنتون علمي شورا ته محول شول. 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu