د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو ته د اعتبار ساتنې په موخه د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو پروسې د معیارونو د تشریح ۳ ورځنی سيمینار پیل شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۳:۰
picture

یاد سيمینار د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د ننګرهار پوهنتون په (PDC) مرکز او د ساینس پوهنځي د غونډو په تالار کې د ننګرهار پوهنتون په ګډون د ختیځ زون امارتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو رهبرۍ غړو، پوهنځیو رئیسانو، ډیپارټمنټونو مشرانو، مستقلو او غیرې مستقلو امریتونو مسؤلینو ته دایر شو.

د یاد سيمینار پر مهال به د بېلابېلو علمي مراکزو استازو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو اصلي او فرعي معیارونه په تفصیلي شکل تشریح او تفسیر شي، چې په پایله کې به یې د تحصیلي او امارتي نهادونو د زده کړو او اکاډمیکو فعالیتونو کیفیت لوړ شي او د اخیستي اعتبار څخه به ساتنه وکړي.

د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او د تحصیلي نظام پیاوړتیا او ټولنې ته د معیاري تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د خصوصي او امارتي پوهنتونونو په ګډ کار او یووالي ټینګار وکړ.

نوموړي په یاد سيمینار کې د فعال ګډون او علمي نهادونو کې د معیارونو سم تطبیق سپارښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست له مسؤلینو د یاد سيمینار د جوړېدو له کبله مننه وکړه او د هېواد د تحصیلي بنسټونو د چارو په پیاوړتیا کې یې د هغوی هلې ځلې وستایلې.

د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنوال رضوان الله ممله وال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهنمل محمد امین امین، د شیخ زاید پوهنتون استاد پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک او د پکتیا پوهنتون استاد پوهنمل محمد امین احمدزی ددې سيمینار د روزنې چارې پرمخ وړي، چې د محتوا مسایلو تشریح ترڅنګ به د یادو پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د خدماتو کیفیت لوړاوي په لارو چارو خبرې وکړي، د ګډونوالو پوښتنې به ځواب کړي او د اعتبار ورکولو پروسې اسانتیاوې او عملي تجربې به له ګډونوالو سره شریکې کړي.
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu