د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر ـ انفکاک، نظم او دسپلین مجلسونه ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۱۷
picture

یاد مجلسونه، چې د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شول او د پوهنتون د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو په کې برخه لرله، پر مهال یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو، د استادانو تقرر ـ انفکاک، نظم او دسپلین کیسونو او یو لړ متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د یادو مجلسونو ګډونوالو سره په ګډه د اجنډاوو له مخې د پوهنتون پر یو شمېر املاکي او تدارکاتي موضوعاتو، لیلیې او یو شمېر اداري څانګو فعالیتونو، کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې برنامو، د یو شمېر پوهنځیو په چارو کې د شته ستونزو او د پوهنتون لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د ستونزو حل په موخه پلانونه جوړ شول. 
د مجلس په اخري برخه کې د ننګرهار او التقوی پوهنتونونو د استادانو د تقرر۷ کیسونو او د ننګرهار پوهنتون د نظم او دسپلین ۶ موضوعاتو په هکله بحث او لازمې پرېکړې وشوې. 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu