د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لومړي ځل لپاره د استادانو د تدریسي فعالیتونو انلاین ثبت پروسه پیل شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۵۴
picture

یاده پروسه د ښوونې او رزونې پوهنځي د رئیس په لارښوونه او ددې پوهنځي د الکترونیکې زده کړو کمېټې او کیمیا څانګې مسؤلینو په هلو ځلو د کيمیا څانګې استادانو له لوري پیل شوه، چې ټولو څانګو ته به وغځېږي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اسحق شهیدزوی وویل: د استادانو د تدریسي فعالیتونو آنلاین ثبت پروسه یو پرمختللی او نوی ګام دی، چې د انلاین زده کړو عامولو او تقویت په برخه کې به ګټور ثابت شي.

picture


نوموړي د یادې پروسې بېلابېلې ګټې بیان کړې او زیاته یې کړه، چې دا پروسه د وخت سپما، د معلوماتو اسانه لاسرسي، ډیټا تحلیل، د استادانو د فعالیتونو ښه مدیریت، تدریسي بهیر کې نیمګړتیاوو تشخیص او شفافیت ته لاره پرانیزي.
په ورته مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي مسؤلینو د خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې د محصلینو عملي زده کړو په موخه د بیولوژي څانګې لابراتوار فعال او عملي زده کړو ته چمتو کړی دی.
د ښوونې او روزنې پوهنځي مسؤلین وايي، په دې پوهنځي کې د روانو علمي، تدریسي او رغنیزو چارو څخه وخت په وخت جدي څارنه کوي او د پوهنځي ستونزې یې په خپل وخت حل کړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu