ننګرهار پوهنتون کې د تضمین کیفیت پروسې د معیارونو او چیک لیستونو د تشریح په لړۍ کې د ساینس پوهنځي مسؤلینو، د څانګو آمرینو، استادانو او کمېټو مشرانو ته یو ورځنی سیمینار دایر شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۱۹
picture

یاد سیمینار چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په نوښت او د پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت له خوا د پوهنتون د ټولو څانګو مسؤلینو او منسوبینو ته دایریږي، پر مهال یې د تضمین کیفیت پروسې د ۱۱ اصلي او ۴۹ فرعي معیارونو تشریح او تفسیر سربېره ددې پروسې د سم تطبیق او په چارو کې بهبود رامنځ ته کولو په اړه معلومات وړاندې کیږي.
د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح تضمین کیفیت پروسه کې د ساینس پوهنځي د مسؤلینو او استادانو د هلو ځلو مننه وکړه او ددې پروسې په اهمیت او اړتیا د خبرو کولو تر څنګ یې سپارښتنه وکړه، چې ټول باید د پوهنتون د اعتبار ساتنې په برخه کې د پام وړ هڅې ترسره او د خپلو کړنو راپورونه دې پر وخت اړوندې مرجع ته وسپاري.
نوموړي د استادانو له لوري تضمین کیفیت پروسه کې پراخه ونډه اخیستل د هغوی په علمي ترفیعاتو کې مهم وبلل او د ساینس پوهنځي او تضمین کیفیت آمریت مسؤلینو تر منځ په پیاوړې همغږۍ یې ټینګار وکړ.
ښاغلي ناصح دغه راز د پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنوال علي جان عادل څخه مننه وکړه، چې د سیمینار پر مهال په ډېر ښه شکل معلومات وړاندې کوي.
د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت آمر او د یاد سیمینار ارایه کوونکي استاد پوهنوال علي جان عادل په خپلو خبرو کې وویل: هڅه کوي د تضمین کیفیت پروسې معیارونه په تفصیلي شکل ارایه او اړونده برخه کې د ګډونوالو هر راز پوښتنې حل کړي، تر څو د پوهنتوني چارو کیفیت لوړ شي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu