د ننګرهار پوهنتون تضمين کيفيت عمومي کمېټې غړو ته د ظرفيت لوړونې ۳ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۱:۲۲
picture

ياد ورکشاپ ددې پوهنتون د علمي چارو معاونيت په نوښت او د تضمين کيفيت آمريت له لوري پيل شو، چې پر مهال به يې ګډونوالو ته د تضمين کيفيت د اعتبار ساتنې معيارونه او علمي پروګرامونه تفسير او تشريح شي.
د ورکشاپ په پرانيسته کې د ننګرهار پوهنتون د رئيس شـيخ انعام الله مدني سربېره د علمي چارو مرستيال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حافظ سيد محمد قاسم هاشمي ګډون کړی و، چې د خپلو ويناوو پر مهال يې دا ډول ورکشاپونه د تحصیلي بنسټونو د کیفیت لوړولو په برخه کې ډېر مهم وبلل.
د پوهنتون مشرتابه د یادې کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې ورکشاپ کې فعال ګډون وکړي، د هغې د محتوا مسایل په ښه شکل زده او خپلو اړونده ساحو کې د تطبیق تر څنګ یې د پوهنځي مسؤلینو او استادانو سره شریک کړي.
نوموړو د ننګرهار پوهنتون د چارو کيفيت په لوړاوي او اعتبار اخيستلو برخه کې د تضمین کیفیت پخواني آمر پوهنوال رضوان الله ممله وال هلې ځلې وستايلې او نوي آمر پوهنوال علي جان عادل ته یې د ښه راغلاست تر څنګ په چارو کې د برياليتوب دعا وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د ورکشاپ د تدریس چارې ددې پوهنتون د استاد پوهنوال رضوان الله ممله وال لخوا پر مخ وړل کیږي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu