د ننګرهار پوهنتون د علمي ترفیعاتو کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۲:۴۱
Picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي ترفیعاتو کمېټې ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــ/ــولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي په ګډون غونډه وکړه.

د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــ/ــولوي احسان الله ناصح وویل: تقریظ ورکوونکي استادان او د څانګو آمرین باید د استادانو د تحقیق، تالیف او ژباړې اثارو څخه په دقیقه توګه کتنه وکړي او بیا له هغې وروسته ورته د تقریظ لیکنه وکړي.

نوموړي دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو سره سم د استادانو د علمي ترفیعاتو کیسونو پر چټکوالي تاکید وکړ او له غړو استادانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د پوهنځیو او کمېټو په کچه د یاد بهیر سره مرسته او همکاري وکړي.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ او لغمان پوهنتونونو د ۱۹ تنو استادانو د علمي ترفیعاتو پر کیسونو بحث وشو او د وروستیو کړنو په موخه د پوهنتون علمي شورا ته محول شول. 

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu