د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي څخه ۶۵ تنه علمي کادرونه فارغ شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۴:۱۳
Picture

د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي د اوبو زیرمو او چاپېریال ساتنې انجنیري څانګې څخه په۷ مه دوره کې ۶۵ تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې پار د انجنیري پوهنځي د غونډو په تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د انجنیري پوهنځي رئیس، د بېلابېلو پوهنځیو استادانو، فارغانواو د هغوی د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اجمل ستانکزي د خپلو خبرو پر مهال د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زده کړییز بهیر کې یې د فارغو محصلینو هلې ځلې وستایلې.
نوموړي زیاته کړه: فارغ محصلین ددې وړتیا لري، چې د اوبو سرچینو مؤثره مدیریت په برخه کې اړوندو ارګانونو سره همکاري ترسره کړي او د چاپېریالي ستونزو حل لپاره لازمې مشورې او نوې لارې چارې وړاندیز کړي.
فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـــ/ـــولوي احسان الله ناصح فارغانو ته مبارکي وویله او هغوی  یې د نورو لوړو زده کړو او ځانګړو علمي او تخنیکي مهارتونو ترلاسه کولو ته وهڅول.
د نوموړي په خبره، انجنیران د هېواد په ابادۍ، تخنیکي پرمختګ، ځمکنیو منابعو سالم مدیریت، اوبو مهار، چاپېریالي محافظت او نورو برخو جوړښت  کې اساسي رول لري او سپارښتنه یې وکړه، چې فارغ محصلین باید د هېواد هر اړخیز پرمختګ او د ټولنې د افرادو رفاه په موخه مُثمره  کړنې ترسره کړي.
د پوهنتون د علمي چارو مرستیال زیاته کړه، نظام د افغانستان اقتصادي پرمختګ او په ځانګړي ډول د اوبو مدیریت برخه کې د هېواد مسلکي او متخصصو ځوانانو جذب ته ژمنتیا لري او هیله یې وښوده، چې د فارغو محصلینو لپاره به کاري فرصتونه برابر شي. 
غونډه محصلینو ته د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu