د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ۳۷ تنه محصلین د کمپیوټر زده کړو له روزنیز کورس څخه فارغ شول.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۲:۳۲
Picture

د کمپيوټر زده کړې یاد روزنیز کورس، چې د درې تنو استادانو له لوري په کې تدریس کېده، د اقتصاد پوهنځي (PDC) څانګې له خوا د پوهنځي ریاست سره په همغږۍ ۳ میاشتې وړاندې پیل شوی و او د اقتصاد پوهنځي ۳۷ تنه محصلینو په کې زده کړه وکړه.
په همدې پار جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــیخ انعام الله مدني، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي، د اقتصادي پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق رهنما، د یاد پوهنځي استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــــیخ انعام الله مدني د کمپیوټر زده کړه د وخت اړتیا وبلله، اوس وخت کې يې د هغې پر اهمیت خبرې وکړې او د عصري ټیکنالوژۍ زده کړه یې پر اهل علمو لازمه وګڼله.
نوموړي د معلوماتي ټکنالوژۍ له زده کړې پرته پرمختګ ناشونی یاد کړ او محصلین یې په دغه ډول ښوونیزو او روزنیزو برنامو کې د ګډون لپاره تشویق کړل.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنيار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د خپلې وینا پر مهال له ياد روزنيز کورس څخه فراغت  محصلینو لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، هڅه کوي د پوهنتون محصلینو ته د هر راز زده کړو لپاره یو بشپړ اکاډمیک چاپېریال رامنځ ته کړي، چې محصلین په کې د تیوریکي او عملي زده کړو تر څنګ سالمې بوختیاوې هم ترسره کړای شي.
د غونډې پر مهال د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ څانګې آمر پوهنمل صفي الله خليلزی د هغه د اکاډميکو فعاليتونو او علمي سيمينارونو وړاندې کولو له کبله تقدير شو.
د غونډې په پای کې د پوهنتون رهبرۍ غړو او اقتصاد پوهنځي مسؤلينو له خوا کورس څخه فارغو محصلينو ته تصديق نامې او د پوهنځي ممتازو محصلينو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو امريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu