ننګرهار پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب سیالۍ ګټونکي محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې تقدیر شول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۱۵
Picture

یاده ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت د غويي په ۱۷ مه نېټه اخیستل شوې وه، چې د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو نږدې ۱۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو په کې ګډون کړی ؤ.

په همدې موخه د ننګرهار پوهنتون جامع مسجد کې مراسم جوړ شوي ؤ، چې په کې د لوړو زده کړو سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي، د ننګرهار مرستيال والي، د ننګرهار پوهنتون مشرتابه، د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استادانو، امرينو، د ولايتي ادارې مسؤلينو او سلګونه تنو محصلينو ګډون کړی و.

غونډې ته د وينا پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزير جلالتمآب شـيــ/ــخ الحديث مــ/ــولوي نداء محمد نديم د عصري او تخصصي زده کړو تر څنګ د اسلامي تعليماتو په ارزښت او اهميت خبرې وکړې او محصلين يې د مسلکي زده کړو سربېره د ديني کتابونو مطالعې، علماوو او استادانو اطاعت او درناوي ته راوبلل.

picture

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د محصلينو تر منځ د دا ډول سياليو په جوړېدو خوښي وښوده، محصلين يې له هر راز فکري، مذهبي اختلافاتو او تبعيض څخه منع کړل او د استادانو او محصلينو تر منځ متقابل احترام باندې يې ټينګار وکړ.

همدارنکه هغه ژمنه وکړه، چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په کچه له ټولو پوهنتونونو څخه ممتاز محصلين غوره او له لنډې عملي روزنې وروسته يې د ياد وزارت تر چتر لاندې ادارو کې پر دندو وګماري.

د ننګرهار پــوهنتون رئيس شـــ/ــــيخ انعام الله مدني په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه او مسؤلينو مننه وکړه، چې د محصلينو د فکري رغښت او تربيت لپاره يې مستقل بنسټونه رامنځ ته کړي او دغه ډول تربیتي او روزنیزې برنامې جوړوي.

نوموړي د محصلينو تر منځ د علمي سياليو جوړول د پټو استعدادونه رابرسېره کولو غوره چاره وبلله او زياته يې کړه، چې د محصلينو د دنيوي او اخروي ژوند روښانه کولو او د هغوی ظرفيت لوړونې برخه کې د ګټورو برنامو پلي کول د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ له لومړيتوبونو څخه دي.

د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حافظ سيد محمد قاسم هاشمي د محصلينو د ديني زده کړو او اصلاح په پار د تطبيق کړيو برنامو، لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه يې ننګرهار پوهنتون کې د غونډو لپاره د يو ستر تالار د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار ولایت مقام مرستیال مـــ/ـــولوي سعید احمد بنوري او د ننګرهار د علماوو شورا مشر شـــــ/یـــــخ حضرت جان او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو د انسجام او همغږۍ رئیس استاد کليم الله محمدي د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو ویناوو پر مهال یې د دغه ډول روزنیزو برنامو او سیالیو په ارزښت خبرې وکړې، محصلین او ځوانان یې خپلو مسؤلیتونو ته ځیر او د اسلامي نظام ملاتړ ته راوبلل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د سیالۍ لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکو ته لپټاپ کمپيوټرونه او تر ۲۰ مقام پورې نور جوايز ورکړل شول.

سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو امريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu