د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ د درېو برنامو او ګڼو رغنیزو پروژو پرانیسته وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۰:۵۰
picture

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث م/ولوي نداء محمد ندیم د لیندۍ په ۲۶مه نېټه ننګرهار پوهنتون ته د کاري سفر په ترڅ کې ددې پوهنتون کرنې پوهنځي کې د ماسترۍ د درېو نویو ایجاد شویو برنامو او د ۲۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بشپړو شویو ۲۱ پروژو پرانیسته وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي ددې پوهنتون د مشرتابه، علمي شورا غړو، د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو سره د پوهنتون ریاست مقام کې غونډه وکړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند بهسودوال د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث م/ولوي نداء محمد ندیم او ورسره مل پلاوي راتګ ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ترې وکړه، چې د هېواد ټولو زونونو ته یې د تحصیلي وضعیت د ارزونې او بهبود په موخه سفرونه پیل کړي.

نوموړي د ننګرهار پوهنتون د علمي او تدریسي وضعیت، کړنو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه راغلي پلاوي ته معلومات ورکړل او د ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث م/ولوي نداء محمد ندیم ننګرهار پوهنتون د هېواد له سترو او تاریخي پوهنتونونو یاد کړ، چې د تحصیلي ډګر د پیاوړتیا لپاره یې ډېر کار کړی او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

نوموړي د ننګرهار پوهنتون لپاره د غونډو د یوه معیاري هال جوړولو، نیمه کاره ودانیو د چارو بشپړولو، ځمکو استملاک او ځینو نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ددې پوهنتون کرنې پوهنځي کې د ماسترۍ په نویو ایجاد شویو برنامو خوښي وښوده او د پوهنتون مشرتابه ته یې لارښوونه وکړه، چې د ماسترۍ او دکتورا نور پروګرامونه دې هم ایجاد کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث م/ولوي نداء محمد ندیم د ولایتي ادارې او پوهنتون د مسؤلینو په ملتیا د ترسره شویو رغنیزو چارو نه لیدنه وکړه او په دې پوهنتون کې د رامنځته شویو مثبتو تغیراتو ستاینه یې وکړه.

نوموړي همدا راز د محصلینو له هغې نندارتون هم لیدنه وکړه، چې د هغوی له خوا جوړ شوي موډلونه او اختراعات په کې نندارې ته اېښودل شوي وو.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu