د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر او انفکاک مجلسونه ترسره شول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۱:۱۲
picture

په یادو کاري ناستو کې، چې د لیندۍ په ۵مه نېټه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شوې او ددې پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او ځینو اداري امرینو په کې برخه لرله، د پوهنتون د مالي، اداري، د استادانو تقرر او انفکاک کیسونو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس د مجلس د پرانیستې پر مهال د سمستر د منځنیو ازموینو د بریالي ترسراوي له امله د پوهنځیو د مسؤلینو او استادانو مننه وکړه او په یاده برخه کې یې د هغوی هلې ځلې وستایلې.

نوموړي دغه راز اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د څانګو او پوهنځیو ارزونې لپاره لازم چمتووالی ولري، چې په وینا یې، یاده پروسه به راتلونکې سه شنبه پیل شي.

د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د تېر اداري مجلس د پرېکړو له مخې د ترسره شویو اجرااتو ګزارش وړاندې کړ.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د تحقیقاتو او علمي مجلو مرستیال پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي د مجلس نور ویناوال وو، چې د حاضرۍ، تضمین کیفیت، علمي تحقیقاتو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه یې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې، چې د هغوی له خوا د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د ننګرهار، نورستان، کندز او الفلاح پوهنتونونو د تقرر او انفکاک ۹ کیسونه او نور متفرقه اداري او مالي مسایل هغه څه وو، چې د یادو مجلسونو پر مهال یې په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu