د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس د علمي بورد غړو د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره غونډه وکړه:

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۴:۴۹
picture

په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیم بدلون د نړیوال دایرېدونکي کنفرانس د علمي بورد غړو د دې پوهنتون رئیس او مرستیالانو سره په PDC مرکز کې غونډه وکړه.

د مجلس پر مهال د بورد غړو د خپلو کړنو او فعالیتونو ګزارش د پوهنتون مشرتابه سره شریک کړ، چې د پوهنتون د مشرتابه له خوا د علمي بورد او همدارنګه د کنفرانس د نورو کمېټو د راپورونو ارزونه وشوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د کنفرانس د ټولو کمېټو د ترسره کړو کړنو ستاینه وکړه او د چارو د لا چټکوالي سپارښتنه یې وکړه.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د رالېږل شویو مقالو د سرلیکونو، د کنفرانس د ځای، نېټې، مقالو لارښود، بروشرو، لوګو، ځانګړي ایمیل، ویب پاڼې، غونډو مهال وېش او نورو موضوعاتو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu