د انجینري پوهنځي د علمي کادر بستونو اعلان!

nu_admin
picture

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام عمومي مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون اړوند د انجینري پوهنځي ریاست په لاندې خالي بستونو کې د ازادې سیالۍ  ازموينې له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابرو اشخاصو ته اړتیا لري:

picture

ټولو په شرایطو برابرو کاندیدانو چې په ذکر شوې څانګه کې یې دوکتورا، ماسترۍ او یا لیسانس په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د ۱۴۴۴/۹/۱۰ نېټې څخه تر ۱۴۴۴/۹/۲۱ نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره

 

User account menu