د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست ارزوونکي پلاوي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۴:۶
image

 

د ارزوونکو یاد اته کسیز پلاوي د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي په مشرۍ د مرغومي په ۲۵مه نېټه د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل سره د دې پوهنتون د کلنۍ بیاکتنې او ارزونې په موخه مشورتي ناسته وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ننګرهار پوهنتون د تاریخچې، تشکیلاتي جوړښت، پوهنځیو او څانګو، علمي برنامو، علمي، تدریسي او رغنیزو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو په اړه هر اړخیز معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ.

نوموړي زیاته کړه: ننګرهار پوهنتون څه دپاسه دوه کاله وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ملي پروسې په درېیم پړاو کې د هېواد په کچه په لوړو (۸۹،۵) نمرو د بشپړ علمي او اکاډمیک اعتبار سند ترلاسه کړی او تر دې دمه د نوموړي اعتبار د ساتلو او د پوهنتون د علمي او تدریسي وضعیت د بهبود او لا ښه والي لپاره په خپل ټول توان هلې ځلې کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي ننګرهار پوهنتون د هېواد له سترو علمي او اکاډمیکو مرکزونو څخه یاد کړ، چې په وینا یې، تر دې دمه یې له ۴۰ زرو زیات علمي کادرونه روزلي دي.

نوموړي وویل: سره له دې، چې ننګرهار پوهنتون بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستی، خو تضمین کیفیت یوه دوامداره پروسه او ددې ستر علمي کانون د پرمختګ لپاره باید لا زیات کار وشي.

ښاغلي وحیدي وویل: راغلی اته کسیز پلاوی به د یوې اوونۍ په موده کې د ننګرهار پوهنتون اړوند پوهنځي، څانګې، علمي برنامې، علمي، تدریسي او اداري برخې، ملي او نړیوال ژورنالونه او نور اړوند شعبات وارزوي او راپور به یې د پوهنتون مشرتابه سره شریک کړي.

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د تضمین کیفیت داخلي واحد مشر پوهندوی رضوان الله ممله وال د مجلس نور ویناوال وو، چې راغلي پلاوي ته یې د ارزونې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ننګرهار پوهنتون رهبري، استادان او ټول منسوبین په پوره تعهد او ژمنتیا سره د پوهنتون د علمي او تدریسي کیفیت د ښه والي او د غوره مسلکي کادرونو د روزلو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

د یاد مجلس وروسته د راغلي پلاوي غړو د ننګرهار پوهنتون د کرنې، ساینس او وترنري علومو پوهنځیو لیدنه او ارزونه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu