د ننګرهار پوهنتون د نوي سمستر درسونه به د مرغومي په ۳مه نېټه پيل شي.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۸:۴۰
image

 

د لوړو زده کړو وزارت د رالېږلې طرحې او د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې له مخې به ددې پوهنتون د نوي سمستر درسي بهیر د مرغومي/جدي په ۳مه نېټه پیل شي.

یاده پرېکړه د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې د لیندۍ په ۲۹مه نېټه د دې پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د یادې پرېکړې سربېره په یو شمېر نورو علمي او تدریسي موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د تېر سمستر او د ازموینو بهیر د بریالي ترسراوي له امله د پوهنځیو د مسؤلینو او استادانو مننه وکړه او د نوي سمستر درسونو د پیل لپاره د اړین چمتووالي په اړه یې ورته لارښوونې وکړې.

د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي د مجلس نور ویناوال وو، چې اړوندو مسؤلینو ته یې د نوي سمستر لپاره د مهال وېش جوړولو، د سمستر د پیل په اوله اوونۍ کې جدید الشمول محصلینو ته د ښه راغلاست غونډو نیولو او هغوی ته د کریډیټ، نظم او دسپلین، لیلیې او نورو لوایحو او مقرراتو په اړه د معلوماتو ورکولو سپارښتنه وکړه.

د طب پوهنځي په چوکاټ کې د درېو نورو پوهنځیو ایجاد، انستیتیوت ته د ښوونې او روزنې پوهنځي ارتقاء، د کرنې پوهنځي په دوه څانګو کې د ماسترۍ برنامو ایجاد، د طب او ساینس پوهنځیو د ځینو استادانو د تقاعد تمدید وړاندیزونه، د ننګرهار، لغمان او نورستان پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفيعاتو ۲، تثبیت ۱ او د تقرر او انفکاک ۹ کيسونه نور هغه موضوعات وو، چې په اړه یې بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu