دعلمی او څېړنيزو آثارو اخلاقي تګلاره
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العلمین ، والصلوة والسلام علی سید المرسلین وعلی آله واصحابه اجمعین
لومړی فصل : عمومي احکام
سريزه
د علمي مقالو لیکلو لپاره پر نويو او ابتکاري موضوعاتو کافي پوهه لرل اړين دي. که يو څېړونکی وغواړي چې د بااعتباره علمي مجلې د منلو وړ مقاله وړاندې کړي، نو بايد پر بنسټيزو او ارزښتمنو څېړنو تکيه وکړي.
خو ځينې کسان د نورو د زحمتونو څخه پرته له اجازې او سمې ارجاع څخه استفاده کوي او د علمي غلا (Plagiarism) لاره خپلوي. علمي غلا هغه عمل ته ويل کېږي چې يو څوک د بل چا اندونه، افکار، نظريات يا ليکنې پرته له دې چې اصلي سرچينې ته (د ليکوال نوم، د مقالې نوم او د خپرېدو ځای) سمه ارجاع ورکړي، وکاروي. دا کار د فکري او معنوي ملکيت ښکاره سرغړونه ده.
ماده ۱: موخه
د دې لایحې موخه د علمي او څېړنيزو آثارو په لیکلو کې د اکاډمیک امانتدارۍ تضمین، د علمي او ادبي غلا مخنیوی، او د څېړنیزو معیارونو رعایت یقیني کول دي.
ماده ۲: ساحه
دا لایحه پر ټولو استادانو، محصلینو، څېړونکو او اداري کارکوونکو تطبیقېږي چې علمي، څېړنیز او ادبي آثار چمتو کوي.
دوهم فصل : د علمي او ادبي غلا تعریف
ماده ۳: د علمي غلا تعریف
علمي او ادبي غلا هغه عمل ته ویل کېږي چې یو شخص د بل چا اندونه، نظریات، معلومات، جملې یا بشپړ اثر پرته له سمې ارجاع او اجازې څخه د خپل اثر په توګه وکاروي.
سمه ارجاع باید د لیکوال نوم، د اثر عنوان، د خپرېدو ځای او کال په څرګندولو سره وشي.
درېیم فصل : د علمي او ادبي غلا ډولونه
ماده ۴: بشپړه علمي غلا
کله چې یو شخص د بل چا بشپړ اثر یا څېړنه د خپل نوم لاندې خپره کړي.
ماده ۵: ناسم استناد
- ناسمې یا غیرموجودې سرچینې کارول.
- له ثانوي منبع څخه د معلوماتو اخیستل خو اصلي منبع نه ذکر کول.
ماده ۶: د معلوماتو جعل او تحریف
- د غیرواقعي معلوماتو تولید (Fabrication).
- د معلوماتو بدلون یا حذف د غلطې پایلې د رامنځته کولو لپاره (Falsification).
ماده ۷: مستقیمه غلا
د بل چا متن کټ مټ نقلول پرته له اقتباس نښو او ارجاع څخه.
ماده ۸: د خپل مخکیني کار بیا کارول (Self-Plagiarism)
د پخوانیو خپرو شويو آثارو بیا کارول پرته له دې چې یادونه ورته وشي، یا یوه مقاله په څو ځایونو کې د نوې مقالې په توګه وړاندې کول.
ماده ۹: د بیا لیکلو پر اساس غلا
د بل چا د متن د کلمو محدود بدلون او د خپل اثر په توګه وړاندې کول پرته له ارجاع څخه.
ماده ۱۰: ناسمه لیکوالي
- د مستحق شخص نوم نه شاملول.
- د غیرمستحق شخص نوم د لیکوال په توګه شاملول.
ماده ۱۲: غیرقصدي غلا
هغه غلا چې د غفلت یا ناپوهۍ له امله ترسره شي، خو بیا هم د مقرراتو له مخې سرغړونه بلل کېږي.
څلورم فصل
د ورته والي ارزونه
ماده ۱۳: د مقالې ارزونه
ټولې مقالې باید د ژورنال یا علمي مرکز ته تر سپارلو مخکې د ورته والي له پلوه وکتل شي.
ماده ۱۴: د ارزونې لارې
۱. د مسلکي کارپوهانو لخوا ارزونه
۲. د معتبرو سافټویرونو کارول
د ورته والي سلنه باید د اړوندې علمي ادارې د منل شويو معیارونو مطابق وي.
پنځم فصل : پایلې او تعزیري اقدامات
ماده ۱۵: اداري اقدامات
که د علمي غلا ثبوت ترلاسه شي، لاندې اقدامات ترسره کېدای شي:
۱. د مقالې رد کېدل
۲. د علمي اعتبار لغوه کېدل
۳. د تحصیلي یا دندې موقف اغېزمن کېدل
۴. د انضباطي کمیټې ته معرفي کول
شپږم فصل : د علمي لیکنې اصول
ماده ۱۶: اساسي اصول
۱. د امانت اصل رعایت
۲. بې پرېتوب
۳. د اکاډمیکو او اسلامي اخلاقي معیارونو مراعت
۴. د حواله ورکولو معیاري طریقه
۵. د اقتباسونو سمه کارونه
۶. صداقت او شفافیت
۷. کاپي ـ پسټ نه کول
۸. د ژباړې لپاره د لیکوال اجازه
۹. د رسمي معلوماتو د کارونې لپاره اجازه لیک
۱۰. د Paraphrase اصولو مراعت
۱۷ ماده
د طرزالعمل قانوني حیثیت
دا طرزالعمل په ۶ فصلونو او ۱ ۷ مادو کې ترتیب شوی او د تصویت څخه وروسته د تطبیق وړ دی.