د ننګرهار پوهنتون کمېټو او مستقلو آمریتونو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې د ۱۱ ګونو معیارونو د تشریح ورکشاپ پیل شو.
د ننګرهار پوهنتون علمي چارو معاونیت په نوښت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې آمریت او مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په ګډو هڅو د دې پوهنتون د کمېټو او مستقلو آمریتونو (۲۵) تنو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې د یوولسګونو معیارونو د تشریح، تفسیر او تطبیق په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
په دغه ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې یوولسګونه معیارونه، د هر معیار اړوند اساسي شاخصونه او د بېلابېلو څانګو د ارزونې چک لېستونه په تفصیل سره تشریح او د معیارونو د پلي کېدو، مستندسازۍ او د ارزونې د بهیر اغېزناک مدیریت په هکله لازم معلومات وړاندې شي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي او د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې آمر پوهندوی حنیف الله باوري د ورکشاپ ګډونوالو ته په خبرو کې د کیفیت لوړاوي د مواردو تعقیب او اجرااتو ارزښت او ښه تطبیق ته یې د مسؤلینو توجه په اهمیت خبرې وکړې.
نوموړو وویل، جوړ شوی ورکشاپ د ارزونې لپاره د اسنادو برابرولو، د پوهنتون علمي او اداري فعالیتونو تنظیم، نیمګړتیاوو تشخیص او د چارو د لا ښه والي لپاره ډېر مهم دی.
د ورکشاپ روزونکي استاد او د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنوال رضوان الله ممله وال به د موضوع اړوند معلومات او موضوعات په تفصیلي توګه ارایه او د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړي.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
